۸ صبح – کابل د طالبانو رژیم له نړیوالو غواړي، چې له ماینونو څخه د افغانستان د خاورې پاکولو لپاره په کلني ډول پنځوس میلیونه امریکایي ډالره ورکړي.
د ماین پاکۍ لپاره د طالبانو د رژیم د همغږۍ ادارې رئیس قاري نور الدین رستم خېل وایي، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره د افغانستان ۱۰۹ کیلومتره خاوره له ماینونو او ناچاوده توکیو څخه پاکه شوې ده.
هغه ونه ویل، چې دغه ماینونه او ناچاوده توکي د نړیوالو مرستندویانو په مرسته تمویلیدونکو موسسو پاک کړي، که د دوی رژیم هم ونډه پکې لري.
په افغانستان کې په عام ډول د نړیوالو مرستندویانو له لوري تمویلیدونکې موسسې د ماین پاکولو چارې مخته وړي.
د طالبانو د ماین پاکولو د همغږۍ ادارې مشر زیاتوي، چې د افغانستان شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره خاوره پر ماینونو او ناچاوده توکیو پوښل شوي، چې پاکولو ته اړتیا لري.
د طالبانو منتقدین بیا وایي، چې د شل کلنې جګړې پر مهال بهرنیو ځواکونو د طالبانو خلاف له هوایي او ځمکنیو عملیاتو استفاده کوله او د ماین خښولو او ناچاوده توکیو استعمال تر ډېره د طالبانو له لوري شوی.
د ماین پاکولو د همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د افغانستان په ۱۲۲ ولسوالیو کې شاوخوا ۶ زره ماین پاکونکي فعال او د ماینونو او ناچاوده توکیو پر له منځه وړلو بوخت دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( اوچا) په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره په کلني ډول ۱۸،۳ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.