د هلمند ولایت د خصوصي پوهنتونونو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو شمیر د پام وړ کم شوی دی. د دوی په وینا، که چیرې وضعیت همداسې دوام ومومي، په یاد ولایت کې به شته پوهنتونونه هم سقوط وکړي.
د هلمند ولایت د خصوصي پوهنتونونو مسوولین وایي چې د کورنیو اقتصادي ستونزې او په ټولنه کې د عصري زدهکړو د ارزښت له لاسه ورکول د دې لامل شوي چې په دغه ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر کم شي.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په تېرو دوه لسیزو کې د لوړو زدهکړو اووه موسسې او پوهنتونونه فعال وو چې په کې زرګونه محصلینو زده کړې کولې.
د هلمند ولایت د یوه خصوصي پوهنتون بنسټګر وايي چې په تېرو درېو کلونو کې د نوو محصلینو د جذب په برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د هغه په وینا، اوس د پخوا په شان محصلین نشته چې په پوهنتون کې جذب شي.
دی وایي: «زموږ د پوهنتون په شمېر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. ورځ تر بلې د محصلینو شمیر کمېږي او نوي محصلین نشته چې جذب یې کړو. د طالبانو له خوا مالیات څو برابره لوړ شوي، د هر محصل له فیس څخه ټول لګښتونه او راغلې پیسې محاسبه کېږي.»
په ورته وخت کې د هلمند ولایت د لوړو زدهکړو د یوې بلې موسسې بنسټګر هم د محصلینو د کمښت څخه شکایت کوي او وایي چې د عصري زده کړو ته نه پاملرنه او د خلکو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي دي چې د ښوونځيو فارغ شوي زده کوونکي لوړو زده کړو له ترسره کولو ته لاس پر سر شي.
هغه وایي: «اصلي لامل یې اقتصادي ستونزې دي. پخوا چې زموږ پوهنتون ته د زده کړو لپاره ۵۰۰ کسان راتلل، اوس یوازې ۲۰۰ کسان راځي. بل لامل یې د عصري زده کړو ته نه پاملرنه ده، ځکه چې تاسو ولیدل چې څومره زیات کسان د ښوونځيو څخه فارغ شوي، خلکو ته د عصري زده کړو اسناد ورکول شوي، خو دوی اوس پر عصري زدهکړو ته هېڅ باور نه لري.»
ورته مهال، د ښوونځيو یو شمېر فارغ شوي زده کوونکي بیا ادعا کوي چې د عصري زده کړو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ډېر شمېر ځوانان د زده کړو ترسره کولو ته شا کړي.
د محمدصدیق په نوم یو هلمندی ځوان چې تازه له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی، وایي چې د عصري زدهکړو په کولو هېڅ باور نه لري. د هغه په وینا، د مدرسي فارغ شویو کسانو ته ورکړل شوي لیسانس سندونه د دې لامل شول چې د هغه په څېر زرګونه د ښوونځيو فارغ شوي زده کوونکي د عصري زده کړو ترسره کولو ته شا کړي.
هغه وایي: «یو لوی لامل یې د عصري زدهکړو ته نه پاملرنه ده. تاسو ولیدل چې زرګونه کسانو ته د لیسانس سندونه ووېشل شول، ټول د ښوونځيو فارغ زده کوونکي فکر کوي چې لوړې زده کړې کول ګټه نه لري او خپل وخت باید ضایع نه کړي.»
په هلمند ولایت کې یو شمېر ځوانان چې د خصوصي پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي، وايي چې په تېر درې کلونو کې د پوهنتونونو له خوا د زیات لګښتونو له کبله له ستونزو سره مخ دي چې د جبران کولو وس یې نه لري.
عبدالباقي چې په هلمند ولایت کې په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي، وايي چې د لیسانس د د ترلاسه کولو لپاره یې لا هم یو کال پاتې دی، خو د پوهنتون له خوا لوړو لګښتونو دې ته اړ کړی چې د خپلو زده کړو لاس واخلي. هغه زیاتوي چې د پوهنتون ډېرو نورو محصلینو د اقتصادي ستونزو له امله په نیمایي کې زده کړې پرېښې او اوس د کورنیو لپاره د نفقي ترلاسه کولو په لټه کې دي.
عبدالباقي وايي: «د پخوا په پرتله زموږ څخه په یوه او بل نوم زیاتې پیسې اخېستل کېږي. د وزارت لخوا خصوصي پوهنتونونو ته ټاکل شوې د فیس اندازه معلومه شوې ده. پخوا به ادارې موږ سره مرسته کوله او څه اندازه فیس به یې راته معاف کړی، مګر اوس پوره فیس اخلي. اداره وايي چې موږ مستوفيت ته ټول حسابونه ورکوو. زما ډېرو ملګرو زده کړې پرېښې دي.»
په هلمند ولایت کې ځايي طالب مسوولین هم مني چې په دغه ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو شمیر کم شوی او د پخوا په څېر له ښوونځیو څخه فارغ شوي زدهکوونکي د لوړو زده کړو ترسره کولو ته نه ده مخه کړې.
تردې مخکې د کندهار د یو شمېر خصوصي ښوونځيو مسوولینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویل و چې په دغه ولایت کې د اقتصادي ستونزو له کبله ډېر شمېر خصوصي ښوونیز مرکزونه تړل شوي دي.
د تېر جمهوري نظام په پرتله په تېرو درېیو کلونو کې د دولتي پوهنتونونو ته د کانکور د ګډونوالو شمیر د پام وړ کم شوی او د پخوا په پرتله لږ کسان د لوړو زده کړو لپاره د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي.





