۸صبح، کابل: د هېواد په څو ولایتونو کې د سېلابونو له امله رسېدلو زیانونو وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سېلاب ځپلو ته له نړیوالو موسسو او هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنه جمعه د غویي پر ۱۶، په یوه بیانیه کې مطرح کړې ده.
دغه وزارت ویلي، چې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه رسولي او مرستې ته اړتیا لري.
دغه وزارت زیاته کړې: «له ټولو نړیوالو موسسو، مرستندویه بنسټونو او هېوادونو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوو.»
دغه وزارت ویلي، چې نړۍ دې سېلاب ځپلو ته د سرپناه، خوړو، روغتیايي او کرنیزو امکاناتو په ګډون بېړنۍ مرستې برابرې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو په اړه د هواپېژندنې ادارې له خبرداري وروسته، ځینو ولایتونو کې بوږنوونکي سېلابونه راغلي، چې په پایله کې یې سلګونه جريبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او لسګونه تنه مړه شوي دي.