۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې د طالبانو د اقتصاد وزیر د دفتر رییس شیخ عبدالباري نن سهار د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له خوا احضار شوی او له تر هغې وروسته نادرکه شوی دی.
سرچینو د دوشنبه د وږي پر ۱۶مه، ۸صبح ته ویلي چې عبدالباري شاوخوا ۱۱ بجې د طالبانو د عدلیې وزیر له دفتره نادرکه شوی او احتمال شته چې د هغه په شخصي زندان کې بندي وي.
د سرچینو په وینا، عبدالباري د طالبانو له ازبکتوکمه قوماندانانو او د طالبانو د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له نږدې کسانو دی.
سرچینې وايي چې هغه د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.





