۸صبح، کابل: کابل ښاریان وایي، چې طالبانو د درېیم ځل لپاره د مرکزي سیلو په شاوخوا سیمه کې کورپهکور پلټنې پیل کړې دي.
د کابل ښار د مرکزي سیلو سیمې یو شمېر اوسېدونکي چهارشنبه د سلواغې پر دوولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبان په دې پلټنو کې ان په لاره تېردونکي کسان دروي او ګرځنده ټلیفونونه یې ګوري.
د هغوی په وینا د طالبانو د پلټنو په ډلو کې هېڅ ښځینه پولیسه نشته او طالبان د خلکو کورونو او خصوصي حریم ته دننه کېږي.
هغوی د طالبانو له دغې کړنې په نیوکې سره وایي، چې هغه د کورونو د تلاشۍ له دوام څخه تر پوزې راغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې طالبانو له دې مخکې هم د کابل ښار د مرکزي سیلو په اړوند سیمو کې د خلکو کورونه تلاشي کړي وو.