د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پېل شو. دا درېیم پرلپسې کال دی چې د نجونو لپاره د ښوونځي د پېل زنګ دردونکی دی. له شپږم پورته ټولګیو میلیونونه نجونې د دغه زنګ له اورېدلو سربېره هم ښوونځي ته له تګه محرومې دي. طالبانو په تېرو درېیو کالو کې له پرلپسې ژمنو سره بیا هم د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونیزو او زدهکړیزو مرکزونو دروازې خلاصې نه کړې. د ځينو طالب چارواکو له څرګندونو ښکارېدل چې ښايي د سږني تعلیمي کال په پېل کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي؛ خو یو ځل بیا د دغې ډلې د پوهنې وزارت خپرې کړې ویناپاڼې نجونې زړه ماتې کړې. طالبانو د تعلیمي کال پېل د نوروز لومړی نېټه ټاکلې او دغه راز د ښوونځي د زنګ وهلو مراسمو کې یې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه ورنه کړه. ورته مهال، طالبانو د ښوونځيو نارینه ښوونکو او زدهکوونکو ته هم یادونه کړې چې ږيرې پرېږدي او د یونیفورم او نیکټايي له اغوستلو ډډه وکړي. بلخوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې له زدهکړو د بېبرخې کولو پرتله په طالبي ډول د زدهکوونکو روزل خطرناک دي. دا په داسې حال کې ده چې ګڼو نړیوالو سازمانو او هېوادونو په افغانستان کې پر زدهکړو د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
طالبانو په تېرو درېیو کالو کې له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې د زدهکړو له حقه بېبرخې کړې دي. ډېری نجونې چې پروسږکال په شپږم ټولګي کې وې، هیلهمنې وې چې کاش ناکامه شوې وای؛ په داسې حال کې چې په طبیعي توګه د هر انسان د زړه هیله بریالیتوب او لوړو پوړیو ته رسېدل دي.
د طالبانو پوهنې وزارت د نورو کلونو خلاف د نوي تعلیمي کال پېل د نوروز پر ورځ ټاکلی و او چهارشنبه د وري پر لومړی یې د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د ښوونځي د پېل زنګ وواهه. د دغه بنسټ په ویناپاڼه کې له ښځينه خبریالانو غوښتل شوي و چې د ښوونځي د زنګ وهلو په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
په پوهنې وزارت کې طالب چارواکو نارینه ښوونکو او زدهکوونکو ته یادونه کړې چې خپل «سیرت او صورت» له اسلامي اصولو سره سم برابر کړي او د «غیراسلامي» جامو له اغوستلو څخه ډډه وکړي.
ورته مهال، یو زدهکوونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، وايي چې د «صورت او سیرت» څخه د طالبانو موخه د ږیرې پرېښودل، کالیو اغوستل او «کندهارۍ خولې» په سر کول دي. دا زدهکوونکی زیاتوي: «پروسږکال زموږ د ښوونځي مدیر په وار وار له زدهکوونکو غوښتل چې ږیرې پرېږدي، ځکه طالبانو ګواښلی و. چا چې به نیکټايي او دریشي اغوستې وه، سپک کېده. هغه چا چې به کندهارۍ خولې په سر کوله، له طالبي سیسټم سره به برابر و.»
بلخوا، له زدهکړو بېبرخې نجونې وايي، سږکال هیلهمنې وې چې د ښوونځيو دروازې به یې پرمخ پرانېستل شي. د هغوی په خبره، له زدهکړو د نجونو راګرځولو له کبله د هېواد پر اقتصادي او انساني ودې نه جبرانېدونکی اغېز کړی دی.
له زدهکړو یوه محرومه نجلۍ چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نوم یې یاد شي، د ښځو په تړاو د طالبانو پر پالیسۍ نیوکه وکړه. نوموړې وايي: «هر څه چې د طالبانو په ګټه وي، په اسلام کې حلال دي او که په ګټه یې نه وي یا لګښت پرې راځي، په اسلام کې حرام دي. په سړکونو کې د ښځو ګدایګري، کراچیواني او د ښځو له خوا یوټيوبري حلال؛ خو زدهکړې چې په ټوله کې په یو ښځینه چاپېریال کې کېږي، حرام دي.»
دغه راز، د نصاب د بدلون په اړه له اندېښنو سربېره، زرګونه نجونې د ښوونځيو بیا پرانېستلو ته په تمه وې؛ خو یو ځل بیا د طالبانو له اعلان روسته ناهیلې شوې. دغه نجونې وايي چې دا یې د ژوند تر ټولو سختې شېبې دي.
مریم چې په غزني ښار کې یوه زدهکوونکې ده وايي چې واک د طالبانو رسېدو پر مهال په نهم ټولګي کې وه. نوموړې زیاتوي چې تېر دوه کاله یې د ژوندانه تر ټولو سختې شپې ورځې تېرې کړې دي. مریم وايي: «که د ښوونځيو دروازې نه وای تړل شوې، سږکال له ښوونځي فارغېدم. تېرو دوو کالو کې هیلهمنې و چې نن یا سبا به ښوونځي ته د تګ اجازه راکړل شي؛ خو سږکال یو ځل بیا هم د نجونو پرمخ د ښوونځي دروازې همداسې تړلې پاتې شوې، زموږ هیلې نورې مړاوې شوې دي.»
دغې زدهکوونکې نجلۍ ته چې ښوونځي ته تګ یې اوس پر یو خیال بدل شوی، ټينګار کوي چې طالبان له پوهو او تحصیل کړیو ښځو وېره لري او په خبره یې، هېڅکله به هم د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نه کړي. مریم وايي: «طالبانو په تېرو درېیو کالو کې څو وارې ژمنه وکړه چې د تعلیمي نصاب او جامو څرنګوالي له نهايي کېدو روسته به ښوونځي پرانېزي، خو بالاخره اوس موږ زدهکوونکو هم درک کړه او ښايي نړۍ هم پوه شوې وي چې طالب د زدهکړو او پرمختګ دوښمن دی او د طالبانو په شتون کې مو خپلې هیلې تر خاورې لاندې کړې دي.»
مقدس نوري چې په خبره یې له زدهکړو پاتې ده، ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې کله هم د ښوونځي او پوهنتون نوم اوري، زړه او بدن یې څړیکه کوي. مېرمن نوري وايي: «کله چې د ښوونځي او پوهنتون نوم واورم، حالت مې خرابېږي. دا محرومیت مې په زړه او دماغ کې د یوې عقدې او سرطاني تومور په څېر ده او ډېره مې ځوروي. ورځې تېرېږي، د دې پر ځای چې درد مو ټکور شي، ناوړه کېږي او د هرې ورځې په تېرېدو په دې ګرداو کې د غرق کېدونکو کسانو شمېر ډېرېږي. په رښتیا هم د دې حالت زغمل سخت دي. دا درد هغه څوک درک کوي چې نجلۍ وي او هغه هم په افغانستان کې وي.»
مقدس نوري زیاتوي چې نجونې د هرې ورځې په تېرېدو ناهیلې او په خپګان اخته کېږي. د نوموړې په وینا، خبره دې ځای ته رسېدلې چې هغوی له ځان سره له درس ویلو هم ستړې شوې دي؛ ځکه په خبره یې، نور یې له ژونده هیله شکېدلې او په ډېرو سیمو کې له ځان سره د درس ویلو لپاره هم اسانتاوې نه شته. نوموړې زیاتوي: «هر وخت چې فکر کوم وایم چې له زدهکړو د نجونو محرومیت یو خوب دی، څنګه امکان لري چې په دې پېړۍ کې هم نجونې ښوونځي ته لاړې نه شي، خو بیرته ګورم چې دا څنګه خوب دی چې هېڅ ویښېدل نه لري او موږ به تر کله په کور ناستې یو یا له ځان سره درس ووایو او یو مهارت زده کړو. د ښوونځي له دروازې تېرې شو؛ خو د ننوتو اجازه ورته ونه لرو. موږ ان بهر ته له تګه هم وېره لرو.»
مېرمن نوري وايي چې له زدهکړو د محرومو نجونو پر احساس هغه څوک ښه پوهېږي چې په خبره یې، نجلۍ وي او په شپږم ټولګي کې یې ښوونځي پای ته رسولی وي او پورته ټولګیو ته د تګ اجازه ونه لري. د هغې په خبره، له خواخوږۍ څه نه جوړېږي او د دې په ټکو، باید عملي ګام پورته شي. له زدهکړو محرومه دا زدهکوونکې وايي، یوه نجلۍ پېژني چې پروسږکال په شپږم ټولګي کې وه؛ خو هر مهال به چې له زدهکړو د محرومیت خبره کېده «نړۍ به پرې ګرځېده او له سترګو به یې اوښکې روانېدې.» نوموړې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ د دغو نجونو پر شونډو موسکا خپره شي. مقدس نوري ټينګار کوي چې تعلیمي محرومیت د افغانستان لپاره شرموونکی دی.
بلخوا، د ټولنیزو شبکو یو کارونکی فواد پویا لیکلي: «د طالب اصلي ستونزه له غیرطالب سره ده. که فرض وکړو د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي، له امیرالمومنین سره چې د هېڅ چا پر وړاندې مسوول نه دی او واجبالاحترام دی، څه کوئ؟ له اورپکۍ او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو له اړیکو او مخدره توکو سره څه کوئ؟ له ښوونیز نصاب سره چې طالب پروره دی، څه کوئ؟»
په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او نجونو ترڅنګ چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو غوښتنه یې کړې، یو شمېر مدني فعالان بیا په ښوونځیو کې د طالبانو ایډیولوژۍ د منځپانګې له مخې تدریس له زدهکړهییزو بندیزونو ناوړه بللی. د هغوی په خبره، طالبانو د ښوونځيو لپاره د ډېرو کتابونو منځپانګه بدله کړې ده او په وینا یې، د ساینسي مضامینو پر ځای یې مذهبي کتابونه ځای پر ځای کړي او په دې ډول د زدهکوونکو ذهنیت بدلوي.
ورته مهال، نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو پرلپسې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه پیغام کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو لګول شوي بندیز پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي چې په افغانستان له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې له زدهکړو د نجونو محرومیت د هغوی پر روح او روان ناوړه اغېز کوي او په افغانستان کې د پرمختګ مخه نیسي.
د بښنې نړیوال سازمان په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې له زدهکړو د نجونو راګرځولو پرېکړه د نه توجیه وړ او له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. دغه سازمان ویلي چې طالبان دې د خپلې «تبعیضي تګلارې» پرمخ بیولو لپاره له بېځایه پلمو ډډه وکړي.
له ۹۰۰ ډېرې ورځې وشوې چې له شپږم پورته ټولګیو زدهکوونکې ښوونځي ته تللې نه دي. داسې چې په تېرو څه کم درېیو کالو کې په وار وار طالب چارواکو د ښوونځيو د پرانېستلو خبره کړې او ادعا یې کړې چې د تعلیمي نصاب له بیاکتنې او «شرایطو» له رامنځته کېدو سره د به نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي.
له دې وړاندې، باخبره سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو مشر پرېکړه کړې چې د تل لپاره د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړي؛ خو د خلکو او نړیوالو د پراخو اعتراضونو له کبله یې دا پرېکړه ټولییزه کړې نه ده.