باچا خان د عدم تشدد یا ولسي مبارزې د درېیو مبارزانو تر څنګ درېدای شي. د مهاتما ګاندي، نېسلن منډېلا او مارتین لوترکېنګ تر څنګ د باچا خان نوم اخیستل حتمي دي؛ خو له بده مرغه نړۍ د نورو مبارزانو په شان نه دی پېژندلی او په تېره بیا په افغانستان او پښتنو کې د نوموړي فکر هسې نه دی غځېدلی، څنګه چې پکار و. یو لوی دلیل دا دی، چې د پښتنو ترمنځ بنسټپالنې ته سیسټماتیک کار شوی دی او له عدم تشدد څخه يې تشدد یا تاوتریخوالي ته اړولي دي. د لیک لوست ټيټه کچه چې باچا خان يې پر وړاندې تر مرګه مبارزه وکړه، یو لامل بللی شو. د دې تر څنګ له دین څخه تاوتریخجن تفسیر هم د عدم تشدد پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي. باچا خان دا تاوتریخجن تفسیر د بریتانوي هند په لاس په پښتنه خاوره کې د دیني مبلغینو له کبله ګڼي. ان تر دې چې هغه مهال د لیک لوست د مخنیوي لپاره د جوماتونو ملا امامانو ته بریتانوي هند تنخوا ورکوله او خلک یې له پوهې او روڼاندۍ راګرځول. لیک لوست او د ادیانو ترمنځ سوله ییز ژوند د باچا خان د فکر بل زړی دی. د باچا خان په وینا: «ټول اسماني مذهبونه د خدای مذهبونه دي او دنیا ته د اتفاق، مینې او محبت او د خدای د مخلوق د ارام او خدمت لپاره راغلي دي.» بلخوا د پښتو فلکلور یا ولسي ادب ته چې ګورو، شاعري، فن، ادبیات، موسیقي او اتڼ له پېړیو پېړیو راهیسي د پښتنولۍ نه جداکېدونکي عناصر دي؛ دا ځانګړنې یو ملت نرمۍ ته کاږي او له تشدده يې اړوي.
باچا خان څوک دی؟
په ساده مانا باچا خان د عدم تشدد پښتون مبارز و. ګوپال ټنلډوکر په «عقیده مجاهد ده» کې لیکي: «باچا خان چې په هندوستان کې ورته سرحدي ګاندي وايي، د ستاینې په توګه د خدای پاک سړی دی. د هغه لپاره دا احساس پوره دی، چې پښتانه صرف او صرف د عدم تشدد په ذریعه خیر ښېګڼه ترلاسه کولای شي.» (۵: ۳۴) باچا خان د پېښور په هشنغر کې په ۱۸۹۰ کې زېږېدلی دی. نوموړی لیکي، چې هغه وخت د زېږېدو نېټې لیکل دود نه و؛ خو د مور د ځینو نښو نښانو له ویلو وروسته دې پایلې ته رسېدلی؛ چې په ۱۸۹۰ کې زېږېدلی دی. هغه وړاندې لیکي: «زما د پلار نوم بهرام خان دی، د کلي خان و او په مشر خان مشهور و.» (۳: ۴) باچا خان سره له دې چې نواب و او نوابان بیا تر خان هم زیاته شتمني لري؛ خو کله چې يې د خپل ولس بد وضعیت ته پام وکړ؛ د نوابۍ ژوند يې پرېښود، خپل نیازبینتوب يې هېر کړ، د ازادۍ او د خلکو د ويښولو په فکر کې شو. هغه د خپل کوچنیوالي په اړه وايي: «زه د مور و پلار کشری زوی وم او کشری اولاد په مور و پلار ګران وي او ورسره یې ډېره مینه او محبت وي.» (۴: ۱۵) هغه د خپل ژوند ډېره موده د خپلې مبارزې لپاره په زندان کې تېره کړه. نه یوازې د بریتانوي هند د واکمنۍ پر مهال؛ بلکې وروسته چې پاکستان د علي جناح په ګورنرۍ او جنرال نوابزاده لیاقت علي خان په صدراعظمۍ رامنځته شو، هم يې د زندانونو لړۍ ونه درېده او هغه نیازبین هلک د سوله ییزې مبارزې پر ضد واکمن نظام له خوا بندي شو. «باچا خان د پيرنګي په دور کې شپاړس کاله جېل کې تېر کړي و او په پاکستان کې اتلس کاله بندي و، ټول جېل يې څلوردېرش کاله تېر کړی و. غالباً چې باچا خان په ټولې دنیا کې تر ټولو اوږده سیاسي قید تېروونکی سیاسي رهبر وي.» (۶: ۱۳) باچا خان نژدې نیمه پېړۍ ژوند وکړ، د ژوند ډېره برخه یې په مبارزه کې تېره شوه. نوموړی د ۱۹۸۸ د جنورۍ پر ۲۰ د ژوندانه پور پرې کړ او د هغه د وصیت له مخې د ننګرهار په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي جسد د افغانستان په اړدوړ او د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر مهال د مجاهدینو له مخالفتونو سره سره جلال اباد ته ولېږدول شو.
ولسي مبارزه او د غفار خان (باچا خان) هلې ځلې
په ټوله کې د مبارزې سرچینه د حقونو غوښتل وي. کله چې انسان له ظلم سره مخامخ شي، په درون کې يې د حق غوښتنې جذبه پورته کېږي. دا دوامداره جذبه په دوو لارو د انسان له درون څخه بهر ته راوځي. یا به وسلې یا تشدد ته مخ اړوي یا به هم عدم تشدد. د ولسي مبارزې یا عدم تشدد ضد کلمه «تشدد» ده. ولسي مبارزه یا عدم تشدد هغه مبارزه ده، چې له تاوتریخوالي پکې ډډه وشي. اصلاً د ولس د مشروع غوښتونو د سوکالۍ لپاره مدني حرکت دی. په ولسي مبارزه داسې چاره نه ترسره کېږي، چې بل انسان ته پکې زیان واوړي، دا مبارزې ځانګړي اصول لري. «په عدم تشدد کې د ټولنیز سیاسي او اقتصادي بدلون په موخه د احتجاج، عدم همکاري او مداخلې تاکتیکونه شامل وي او په یوه لانجه کې د زور د کارونې یا د زور د تهدید له کارولو پرته واک ته تعییر ورکول پکې شامل دي.» (۴: ۹)
باچا خان د تشدد خلاف و، هغه وايي: «تشدد، تشدد زېږوي.» له دې پوهېدای شو، د هر تاوتریخجن عمل پر وړاندې تاوتریخجن عمل ترسره کېږي او په دې سره د انسان وینه بهېږي. «بعضې خلک وايي، چې د دفاع لپاره خو تشدد پکار دی، دوی دې ته فکر نه کوي، چې تشدد دې وکړو، د عدم تشدد لاره دې پرېښوده، حالانکه عدم تشدد کې خپله دفاع شته، عدم تشدد کې شکست نشته او تشدد کې شکست شته. څنګه چې تشدد یو نظام دی، دغه شان عدم تشدد هم مکمل نظام دی.» په دې لار کې د دغو سرلارو ژوند له له نمونو ډک دی. باچا خان په خپل ژوندلیک کې وايي، چې د سوله ییزې مبارزې پر مهال بریتانوي هند پولیسو دومره وواهه، چې پوښتۍ يې ماتې شوې، د دې پر ځای چې ډاکټر ته یې یوسي، بندي يې کړ. بل ځای وايي، چې په زندان کې د سختو کړاوونو له کبله يې د وجود ويټامین کم شول او غاښونه یې ولوېدل یا دا چې کله چې بریتانوي هند بندي کړ، په داسې بندخونه کې واچاوه چې له لړمانو ډکه وه او په تورتم کې د ځانساتنې په موخه به يې څپلۍ پر ځمکه وهله او چې سهار به راپورته شو، یو دوه لړمان به يې په تورتم کې خوا ته مړه پراته و. بلخوا د مهاتما ګاندي د «مالګې لاریون» یې هم غوره نمونه بللی شو. کله چې د مالګې په استخراج کې بریتانوي هند پر ځايي خلکو لویه مالیه کېښوده، چې له مخې يې ځايي خلکو کمه ګټه او بریتانوي هند ته چې مالګه به یې له ځايي خلکو اخیسته، ډېره ګټه رسېدله. ګاندي د دغه ظالمانه حرکت پر ضد ولسي مبارزه پيل کړه. «د ۱۹۳۰ د مارچ پر ۱۲، یوشپېته کلن بوډا دوه ټوټې له ځانه تاو، امسا یې په لاس او د مالګې د مالیاتو د لغوه کولو مدني حرکت یې پیل کړ. تر ۲۴ ورځو پلي تګ وروسته «ډنډي» بندر ته ورسېد، مالګه یې د سیند له غاړې پورته کړه او د مدني سرغړاوي خبره يې وکړه. بالاخره د دغه مدني سرغړاوي په ترڅ کې ۶۰ زره کسان زندان ته واچول شول، پخپله ګاندي له مېرمنې او زوی سره بندي شو؛ خو بریتانوي هند يې خبرو ته اړ ایست.» (۷: ۱۸)
«ولسي مبارزه د خطر منلو لپاره حوصلې او رضامندۍ ته اړتیا لري. دا خلکو ته د زور له کارونې پرته د خپلو حقونو، ازادۍ، اعتدال او خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره فعال ګډون او قوي لاره ده.» (۴: ۱۰) باچا خان چې کله د خپلې ټولنې نیمګړتیاوې ولیدلې؛ نو د حللارې په فکر شو.
سمون او د باچا خان تلاش
عبدالغفار خان د ټولنې د سمون لپاره لیک لوست یوازینۍ کیلي بلله. نوموړي د ښوونځیو په جوړولو او په کلیو او بانډو لیک لوست ته د خلکو په هڅولو سره غوښتل، چې ولس له قلم سره اشنا کړي. په دې اړه سعادت خان جلبل د عبدالاکبر خان اکبر د کتاب «تراخه خواوه په مقدمه کې لیکي: «د انجمن اصلاح افاغنه تر انتظام لاندې ۸۷ اصلاحي جرګې او ازادې مدرسې په ټوله صوبه کې چلېدې.» (۲: ز مخ) بله لاره چې باچا خان ته کارنده برېښېده دا وه، چې غوښتل يې د پښتنو ترمنځ تشدد ختم کړي. دا حللاره یې د هغه ضد عمل په توګه غوره کړه، چې پښتانه پرې ککړ و. پښتانه د پولي پټي په سر یو له بل سره خوړل، له پردیو سره يې دوستي پالله؛ خو په خپلو کې یو بل ته دښمنان وو. په پښتنو کې دغه سوچ تاریخي ريښې لري. لومړی دا چې «زموږ اقتصاد ډېر Primitive دی، یعنې پښتون تر نن ورځې پورې په کشت او ځناور ساتلو باندې ژوند کوي؛ نو د پټي شراکت همېشه د تره له زوی سره وي او زموږ اکثره جګړې په ځمکه وي. بل دا چې موږ د هند دروازه کې پراته یو. له پيرنګي پرته چې د معلوم تاریخ نه څومره قومونه هند تللي دي، نو زموږ په ځمکه تېر شوي دي، اول له موږ سره نښتي دي؛ نو موږ په لار کې پراته یو، چې هر وخت له لشکرکشۍ سره مخامخ شوي یو.» (۸: ۵۲۸ – ۵۳۱) باچا خان د سوله ییز فکر د خپرولو لپاره کلی په کلي وګرځېده او خلک یې د سمون خوا ته راوړول. نوموړی د نورو بنسټپاله دیني لارښوونکو په توګه فکر نه کاوه، باچا خان پر دیني تنوع باورمن و او یوازینۍ موخه يې بشر ته خدمت و. هغه په زندان کې د سیکانو له دیني باورو سره پوره اشنا شوی و، بایبل یا د عیسایانو دیني مقدس کتاب يې لوستی و. قرآن کریم يې سره له ترجمې لوستی و. تر دغو ټولو وروسته دې پایلې ته رسېدلی و، چې «خدای خدمت ته ضرورت نه لري، د خدای خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی». باچا خان له ښځو سره نرم چلن او د ښځو د حقونو لپاره هم مبارزه کوله. ښځې يې د یوې ټولنې نیمه تنه بلله او پښتانه يې دې ته رابلل چې ښځې له خپلو حقونو څخه محرومې نه کړي. باچا خان د «پښتون» مجلې له لارې دغه هدف ته د رسېدو لپاره کوښښ وکړ. په دې مجله کې يې د ښځو لیکنې خپرې او ټولنه يې ويښتابه ته هڅوله.
د باچا خان د فکر نن او پرون
د یوې پېړۍ مخکې سیاسي مبارزې او ننۍ مبارزې ترمنځ ژور توپيرونه شته؛ خو ولسي مبارزه د یوې مقدسې لارې په توګه په ټولو پړاوونو کې ژوندۍ پاتې شوې ده. سره له دې چې دا مبارزه وخت، صبر او قربانۍ ته ضرورت لري؛ خو ځاني قرباني یې د وسله والې مبارزې په کچه ډېره کمه ده. نن سبا چې پښتانه د دین په لومو کې په بد حالت کې نښتي دي؛ د باچا خان د دور او بیا د غازي امان الله خان له واکمنۍ راهیسې، له تشدد سره اشنا کړای شوي او له سوله ییزې لارې بېل کړای شوي دي.
د منظور پښتین په مشرۍ «پښتون ژغورنې غورځنګ» چې ځان د عدم تشدد فلسفې پیروان بولي، د باچا خان د فکر غځوونکي يې بللی شو. که څه هم پښتون ژغورنې غورځنګ له خپل تاسیس (۲۰۱۴) څخه يې تر اوسه ډېر ملګري او پلویان له لاسه وکړي دي؛ خو د دغه ارمان بشپړوونکي يې بولو. دا غورځنګ په پښتونخوا کې د پښتنو د حقونو د غوښتلو لپاره په ۲۰۱۴ کې په «دا څنګه ازادي ده» شعار راپورته شو. هدفي وژنې او په لوی لاس د پاکستان پوځ له خوا پر دوی تاوتریخوالی د دې سبب شو، چې یوه کتله راټوله او خپل انساني حقوق وغواړي. په دې لار کې د غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر له څو کالو راهیسې بندي دي، د هغه ورور عارف وزیر په ۲۰۲۰ کې ووژل شو. د عارف وزیر د وژلو پړه پر پاکستاني پوځ اچول کېږي. لا هم پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر، اویس ابدال، حنیف پښتون، فهیم وزیر او نور کسان نیولي او بې له دې چې مقدمه پرې جاري کړي، غواړي پر دغه تحریک فشار راوړي. په پښتنه سیمه کې د تاوتریخوالي زړي کرل هم د پاکستاني پوځ او سیاست لوی پلان دی؛ چې له کلونو راهیسې يې دا قام د دیني مبلغینو په لاس تاوتریخوالي ته هڅولی دی. سره له دې چې پښتون ژغورنې غورځنګ قربانۍ ورکړې دي؛ خو مبارزه قرباني حمتي غواړي او دا فکر د باچا خان د عدم تشدد فلسفې ظهور په ډاګه کوي.
پایله
عدم تشدد د نابرابرۍ پر وړاندې یو رسا غږ دی. دا غږ که څه هم د وسله والې مبارزې په شان چټک او تاوتریخجن نه دی؛ خو لوی بدلونونه یې راوستي دي. د دغې مبارزې زړی خبرې اترې او بحث دی او هر ګام يې په استدلال پورې تړلی وي. په هند کې ګاندي د بریتانوي یرغلګرو پر وړاندې خپل ولس ته ازادي وګټله، مارتین لوترکېنګ په امریکا کې د تورپوستو پر ضد د نابرابرۍ لپاره راپورته شو، په افریقا کې هم نېلسن منډېلا د ورته موخې لپاره سوله ییزه مبارزه وکړه او په پایله کې باچا خان هم پښتونخوا له فرینګي ښکېلاکه ازاده کړه؛ خو دا چې وروسته ولې دغه خاوره د پاکستان تر ولکې لاندې راغله، باچا خان په دې اړه په خپل ژوندلیک کې د هند کانګرس ګوند څخه ګیله کړې، چې د بریا په یو قدمي کې یوازې پرېښوول.
موږ د عدم تشدد مبارزه په دیني متون کې هم لیدلی شو. طایف ته د اسلام پیغمبر سفر يې نمونه ده. یا پيغمبر عیسی چې د روم امپراتورۍ له خوا د خپلې سوله ییزې مبارزې په ترڅ کې په دړه پورې مېخکوب شو. باچا خان هم وايي، چې عدم تشدد لاره يې له پيغمبر محمد(ص) څخه زده کړې ده؛ خو دا چې وروسته په پښتني خاورې دین تاوتریخجنه بڼه خپله کړه؛ په سیاسي شرایطو پورې يې تړلی شو. دا چې دین دلته د دین په توګه نه؛ بلکې د یوه سیاسي او ښکېلاکګر بهیر په توګه ظهور وکړ.
باچا خان د عدم تشدد تګلارې میراث بللی شو، داسې میراث چې په پښتنو کې يې لیک لوست دود کړ، د مبارزې لارې يې ورښوولې – ښه مثال يې پښتون ژغورنې غورځنګ دی – او د ټولنې د سمون لپاره یې رغنده ګامونه واخیستل.
سرچینې
۱. ارچیوال، احمدالله. د خدايي خدمتګار کلتوري اغېزې، سروش خپرندوی، کابل، ۱۳۹۸.
۲. اکبر، عبدالاکبر خان. تراخه خواږه. د سعادت خان جبلبل مقدمه.
۳. باچا خان. زما ژوند او جدوجهد (دویم چاپ)، دانش خپروندوی، کابل، ۱۳۹۹.
۴. بلوک نادین، شریک لیسا، ولسي مبارزه او سوله رغونه (عملي لارښود)، د احمد الله ارچیوال ژباړه، PDF، ۲۰۱۹.
۵. ټنډولکر، دیناتاتهـ ګوپال، عقیده مجاهد ده، د محمود احمد ژباړه، باچا خان ريسرچ سنټر، پښتونخوا، ۲۰۱۸.
۶. خټک، افراسیاب. باچا خان او یوویشتمه پېړۍ، پښتون مجله، جنوري، ۲۰۰۶.
۷. ګاندي، مهاتما. نیایش، د شهرام نقشتبریزی ژباړه، نشر نی، تهران، ۱۳۹۳.
۸. محسود، علي خان. له پير روښانه تر باچا خان پورې، دانش خپروندی، پېښور.