۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د کډوالو حقونه بشري حقونه دي او باید د هر انسان له حقونو ملاتړ وشي.
دغه بنسټ جمعه د سپټمبر پر ۴مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هېڅوک دا نه غوره کوي چې پناه غوښتونکی شي، خو انسانان کولای شي خواخوږي او پيوستون غوره کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د هغو حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی چې د کډوالو د حقوقو په ګډون د انسان حقونه پکې شامل دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانانو په ګډون ګڼ کډوال د جبري ایستلو په څېر بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر دې مخکې هم ویلي وو چې په څه کم درېیو کلونو کې شپږ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
دغه بنسټ همداراز ویلي چې په دې کچه د افغان وګړو ستنېدل په معاصر تاریخ کې بېساري دي.





