۸صبح، سرپل: د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې په سرپل ولایت کې یې د طالبانو یو غړی وژلی دی.
دې جبهې چهارشنبه د وږي پر ۱۱مه پر اېکس پاڼه لیکلي چې دغه طالب د سرپل ولایت د خلکو په ځپلو، نیولو او شکنجه کولو کې لاس درلود.
د متحدې جبهې د ادعا له مخې، دغه طالب جنګیالی پرون ماښام د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ پر لاره د دې جبهې د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې متحدې جبهې تر دې وړاندې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف د یوه محتسب د وژلو خبر هم ورکړی و.
له بلې خوا، دې جبهې یوه ورځ مخکې ادعا کړې وه چې په تېره یوه میاشت کې یې پر طالبانو ۴۳ بریدونه کړي دي





