۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، په بامیان ولایت کې ۴۰ ښځې د کاري مهارتونو د زدهکړې او د خپل ژوند د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د څرمنې د بکسونو جوړولو او ګلدوزۍ مهارتونه زده کوي.
دې ادارې پنجشنبه د لړم پر ۷مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه پروګرام د اروپايي ټولنې په ملاتړ پلې کېږي.
د دې ادارې په وینا، په پروګرام کې ګډونوالې ښځې داسې مهارتونه زده کوي چې له لارې یې د کار او عاید ترلاسه کولو زمینه برابرولای شي.
هېواد ته راستنې شوې ښځې هم په دغه پروګرام کې شاملې دي. دوی هیله لري چې د زدهکړو مهارتونو په کارولو سره خپل شخصي کاروبارونه پیل کړي او د خپلو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
دا پروګرام په داسې حال کې پلې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې له زدهکړې او کار کولو له حقونو محرومې شوې دي.





