د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سملاسي او پاېداره اوربند پرېکړهلیک تصویب کړ.
امنیت شورا دوشنبه د مارچ پر ۲۵مه داسې یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په روژې میاشت کې د سملاسي اوربند، له قید او شرط پرته د یرغمل شویو سملاسي ازادولو او غزې ته د مرستو رسولو د بېړني اړتیا غوښتنه پکې شوې ده.
دغه پرېکړهلیک ته ۱۴ مثبتې رایې ورکول شوې دي او امریکا خپل پخوانی دریځ بدل کړ او دا ځل یې د منفي رایې پر ځای ممتنع رایه کارولې ده.
دغه پرېکړهلیک کې د غزې له ښکېلو لوریو غوښتل شوي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما ویلي چې دا مسوده به هغو وژنو ته ته د پای ټکی کېږدي چې له پنځو میاشتو راهیسې دوام لري.
نوموړي زیاته کړې: «ډېرې وینې توې شوې. په پای کې به امنیت شورا د نړیوالې ټولنې او سرمنشي غوښتنو ته ځواب وايي.»
د یادونې ده چې واشنګټن له دې وړاندې څو ځلې په دې شورا کې د اوربند لپاره طرحې رد کړې وې.