• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

امریکا یو وخت د ډيموکراسۍ سلاکوټ وه؛ اوس د مطبوعاتو پر بې‌وسلې کولو بوخته ده

انګریز خبریال او د فایننشل ټایمز پخوانی ایډيټر لیونل باربر. نوموړی تر دغو وروستیو د «میډیا کانفیدنشل» پا‌دکاسټ یو چلوونکی و. انګریز خبریال او د فایننشل ټایمز پخوانی ایډيټر لیونل باربر. نوموړی تر دغو وروستیو د «میډیا کانفیدنشل» پا‌دکاسټ یو چلوونکی و.
۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790585401]
Exclusive

Exclusive

د ۱۹۴۰ کال په ډسمبر کې دویمې نړیوالې جګړې ته د امریکا له ننوتلو یو کال وړاندې، د یوې راډیويي وینا پر مهال فرانکلین ډي. روزولټ امریکا د «ډیموکراسۍ د وسله‌کوټ» په توګه یاده کړه. نن د لوېدیځې جبهې په بېلابېلو برخو کې وسلې په خاموشېدو دي. خپلواک ژورنالیزم چې د اګاه ډیموکراسۍ حیاتي رګ بلل کېږي، له بنسټیزو ننګونو سره مخ دی؛ په ځانګړې توګه په امریکا کې.

دا ګواښونه اقتصادي او ټيکنالوژيکي اړخونه لري، خو هممهاله حقوقي او سیاسي ماهیت هم لري. د ټرمپ دویم حکومت په چټکۍ خبري بنسټونه په نښه کړي، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت حقوقي دعوې راپورته کوي، خبري سرچینې د احضاریو له لارې تر څار لاندې راولي او د هغو خبریالانو او ایډیټرانو پر ضد یې د بدنامولو کمپاین پیل کړی چې له ټاکل شوې تګلارې سره سم چلند نه کوي.

له اجرايي واک داسې ناوړه ګټه اخیستنه ډېره کمه تاریخي مخینه لري؛ ان ریچارډ نیکسون هم د «واټرګېټ» رسوایۍ په اوج کې دې کچې ته نه و ورنږدې شوی. پر خپلواک ژورنالیزم دا برید – هغه هم په رڼا ورځ – د فډرالي حکومت د پراخ واک په کارولو ترسره کېدونکی دی. محکمې، د دفاع وروستۍ کرښه، تر اوسه ټینګې ولاړې دي؛ خو که وضعیت هماغه لوري ته لاړ شي، څوک ډاډه نه دي چې د امریکا ستره محکمه چې له اوږدې مودې راهیسې پکې محافظه‌کار اکثریت واک لري، څه پرېکړه به وکړي.

په امریکا کې له مطبوعاتو د ازادۍ په دفاع کې د سترې محکمې بنسټیزه پرېکړه «نیویارک ټایمز د سالیوان پر وړاندې» (۱۹۶۴) کال قضیه ده چې په پرېکړه کې ویل شوي دولتي چارواکي نه شي کولی د افترا له کبله شکایت وکړي، مګر دا چې «واقعي ناوړه نیت» ثابت کړي؛ په دې مانا چې خپرندوی پوهېده اطلاعات ناسم دي یا یې په بې‌پروایۍ او بشپړې بې‌غورۍ عمل کړی دی.

دویمه بنسټیزه قضیه «نیویارک ټایمز د متحده ایالاتو پر وړاندې» (۱۹۷۱) کال قضیه ده – د «پنټاګون اسنادو» په قضیې مشهوره چې په کې محکمې د دفاعي محرمو اطلاعاتو د خپرولو د مخنیوي یا له مخکې د بندیز لګولو په برخه کې د حکومت واک په کلکه محدود کړ.

د سترې محکمې پرېکړو په دواړو قضیو کې حکومت ته د رسنیو د خاموشولو په برخه کې کلک معیارونه رامنځته کړي دي. خو دا روښانفکره احکام د یوې تېرې دورې میراث دی. په شپېتمو او اویایمو لسیزو کې پر فدرالي حکومت ژورې بې باورۍ د ویتنام جګړه لا پسې پیاوړې کړه. د رسنیو له خوا د هغو دروغو افشا کول چې حکومت د جګړې د دوام د توجیه لپاره کارول، ورځپاڼې، راډیو او ټلویزیون ته یې نوی مشروعیت وباښه.

د نیمايي پېړۍ په تېرېدو، عمومي بدبیني رسنیو پورې هم ورسېده. د ځینو نظرپوښتنو له مخې، اوسمهال د خبریالانو ځای ځایګی د مدافع وکیلانو او د املاکو له دلالانو هم ټیټ دی. د دغې بې‌باورۍ یوه برخه ښايي د تېروتنو او زیاده روۍ له امله رامنځته شوې وي؛ خو دا د ازادو مطبوعاتو تاوان دی. نن، کله چې د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه د کاروونکو تعامل ته لومړیتوب ورکوي – هغه څه چې په خپل وار نښتې او غوسې ته انعام ورکوي – باوري خبري بنسټونه ځانونه د پلویتوب او بې باورۍ له ټاپو سره مخ ګوري. د ټرمپ حکومت د رسنیز ارعاب په کمپاین کې فعال ملاتړی او شاکي پاتې شوی دی.

په ۲۰۲۴ کال کې «والټ ډیزني» شرکت ومنله چې د ټرمپ د ولسمشرۍ کتابتون ته ۱۵ میلیونه ډالر او د حقوقي لګښتونو په توګه یو میلیون ډالر ورکړي، څو د ډیزني اړوندې خبري شبکې «اې‌بي‌سي نیوز» پر وړاندې د افترا دعوه حل کړي. ډیزني هغه مهال جوړجاړي ته چمتو شو چې د دغې شبکې مشهور ویاند – جورج سټېفانوپولوس چې د کلنټن په حکومت کې د اړیکو پخوانی مدیر و، وویل چې ټرمپ «د جنسي تېري مسوول» بلل شوی دی. (په نیویارک کې یوه قاضي پرېکړه کړې وه چې ټرمپ د «جنسي تعرض» مسوول دی.)

په ۲۰۲۵ کال کې «پارامونټ» شرکت ومنله چې د ټرمپ د ولسمشرۍ کتابتون ته ۱۶ میلیونه ډالر ورکړي څو د «سي‌بي‌اېس» شبکې د یوه خبري پروګرام د ایډیټ پر سر حقوقي لانجه چې پکې د هغه مهال د مرستیالې ولسمشرې کاملا هریس مرکه هم وه، هواره شي. ټرمپ ادعا کړې وه چې دغه ایډيټ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال «د ده په زیان د ترازو پله درنه کړې» – د دغه واقعیت سربېره نوموړي په پای کې د ډیموکرات ګوند د نوماندې هریس پر وړاندې ټاکنې په څرګند ډول وګټلې.

که څه هم پارامونټ هېڅ ډول ملامتیا ونه منله، خو هغه مهال یې جوړجاړي ځکه غوره ګاڼه چې د «سکای‌ډنس میډیا» سره یې د پلان شویو میلیاردونو ډالرو د ادغام لپاره د فدرالي حکومت تایید ته اړتیا لرله. په همدې ډول، والټ ډیزني محاسبه وکړه چې په محکمه کې د یوې معقولې دفاع ازمایل ارزښت نه لاره؛ داسې دفاع چې ښايي دا خبره یې روښانه کړې وای چې د ټرمپ بدنامي نوموړی د افترا پر وړاندې په داسې یو کس بدل کړی چې نور پرې افترا اغېز نه شي کولی (د هغه اعتبار تر دې کچې زیانمن شوی چې افترا ورته نور زیان نه شي رسولی). په ټوله کې شرکتي ګټې د مطبوعاتو ازادۍ له بنسټيز قانوني اصله مخکې شوې دي.

بیا هم د درناوي وړ استثناوې شته. نیویارک ټایمز، وال سټریټ ژورنال او بي‌بي‌سي د میلیاردونو ډالرو په ارزښت حقوقي دعوو سره له جوړجاړي ډډه کړې چې ولسمشر ټرمپ اقامه کړې دي. نیویارک ټایمز د پېنټاګون د هغې پرېکړې له امله شکایت کوي چې د خبریالانو لاسرسی یې محدود کړی دی. بي‌بي‌سي هم د جنوري شپږمې بلواوو په اړه د یوه مستند فلم پر سر د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د افترا دعوه ننګوي. ټاکل شوې چې دا قضیه راتلونکی کال په فلوریډا کې یوې محکمې ته وړاندې شي.

وسوسه کوونکې ده چې دا وېره‌ د یوه لیبرال د تودو خیالونو محصول وبولو او له پامه یې وغورځوو. خو ما له تېرو ۵۰ کالو راهیسې په منظم ډول امریکا ته سفر کړی. ما یوه لسیزه د «فایننشل ټایمز» د بهرني خبریال په توګه، لومړی په واشنګټن او وروسته په نیویارک کې دنده کړې ده. زه دا هېواد پېژنم (تر اوسه یې ۴۷ ایالتونو ته تللی یم) او لسګونه امریکايي خبریالان خپل شخصي ملګري ګڼم. د لویو او کوچنیو خبري بنسټونو پر وړاندې ګواښونه څرګند او اوسنی خطر دی.

امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل ټاټوبی دی چې د دین، بیان، مطبوعاتو، سوله‌ییزو راټولېدو او له حکومت څخه د عدالت غوښتنې حق ډاډمنوي. هغه څه چې په واشنګټن کې پېښېږي، په واشنګټن کې نه پاتې کېږي. که امریکا د مطبوعاتو ازادۍ له بنسټيز قانوني اصل څخه په خوندیتوب او ملاتړ کې پاتې راشي، نور به هم په بې‌پروايۍ او زړورتیا چلند وکړي. په دې سره به نړۍ پر تیاره ځای بدله شي. د خبرو پای!

یادښت: د دغې مقالې سپارښتنه د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت شوې؛ نړیوال کمپاین چې د حقایقو او روڼتیا په وړاندې کولو کې د خبریالۍ پر بنسټيزې ونډې ټينګار کوي. بیاخپرونکې دې پورته پراګرافونه هماغسې خپاره او د اصلي لیکوال نوم دې یاد کړي. بیا خپرول او ژباړه یې وړیا ده، په دې شرط چې ژباړه د متن اصلي منځپانګه انعکاس او مانا یا مضمون یې بدل نه کړي. د لنډیز یا رسنیز سبک سره د سمون لپاره واړه سمونونه د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري. که امکان وي، هیله کېږي د خبر نړیوالې ورځې (worldnewsday.org) سره لینک ورکړئ.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو
خبرونه

د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790584937]
په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملي همغږي کوونکو لومړۍ غونډه
بهرني خبرونه

په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملي همغږي کوونکو لومړۍ غونډه

۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790581608]
اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې رسنۍ د محدودیتونو تر فشار لاندې
خبرونه

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې رسنۍ د محدودیتونو تر فشار لاندې

۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790577509]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.