د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا په هرمز تنګي کې د ناامنۍ او نښتو عامل بللې او له بهرنیو ځواکونو پرته یې د امنیت د ټينګښت لپاره د سیمې هېوادونو د همکارۍ پر اړتیا ټينګار کړی دی.
رویټرز خبري اژانس دوشنبه د اکتوبر پر ۱۹مه راپور ورکړی چې عراقچي دا څرګندونې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په خبري ناسته کې کړې دي.
عراقچي ویلي چې سیمهییز مسایل دې د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي او د سیمې هېوادونه دې د امنیتي میکانیزم د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې ایران له هر هغه نوښته هرکلی کوي چې د بهرنیو ځواکونو له حضور پرته د سیمې د امنیت د ټینګښت لامل شي او داسې ګام سم ارزوي.
هرمز تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد مهمه لار ګڼل کېږي او امنیت یې د سیمې هېوادونو او نړۍ د انرژۍ د بازارونو لپاره ارزښت لري.





