امریکا او سویلي کوریا ترټولو لوی ګډ پوخي مانور په لار اچولی دی. په دغه مانور کې د دواړو هېوادونو سلګونه جنګي الوتکو له یو بل سره په همغږۍ ننداریز بریدونه ترسره کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دغه مانور دوشنبه د اکټوبر پر ۳۱ پیل شوی دی او په هغه کې به ۲۴۰ جنګي الوتکې کابو ۱ زر او ۶۰۰ الوتنې ترسره کړي.
د امریکا هوایي ځواک په یوه بیانیه کې اعلان کړی و، چې دغه عملیات «هوښيار توپان» نومېږي او تر راتلونکې جمعې ورځې به دوام ولري.
امریکا او سویلي کوریا ویلي، چې دغه مانورې د شمالي کوریا له احتمالي ګواښ سره د مبارزې لپاره اړینې دي.