د امریکا دولت د تېلو د تولید د کمولو په اړه د عربستان د تېرې اونۍ له تصمیم وروسته، اعلان وکړ چې دا هېواد چمتو دی د عربستان په وړاندې سخت اقدامات په پام کې ونیسي.
ګارډین سه شنبې د اکتوبر په یوولسمه رپوټ ورکړی چې د امریکايي شنونکو په باور دا اقدام د سعودي عربستان له ولي عهد محمد بن سلمان سره د نږدې کېدو لپاره د امریکا ولسمشر د وروستیو هڅو د پرېښودولو ښودنه کوي او د دغو دواړو هېوادونو امنیتي اړیکې له شک سره مخ کوي.
د امریکا د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي: «ولسمشر ژمن دی چې موږ باید له سعودي عربستان سره دوه اړخیزې اړیکې وڅېړو او وګورو چې آیا دا اړیکې په داسې ځای کې دي چې باید وي او زموږ د ملي امنیت د ګټو په خدمت کې دي که نه.»
نوموړي زیاته کړه چې پر اړیکو له سره غور د اوپک او سعودي عربستان له وروستۍ پرېکړې وروسته ترسره کېږي.
د نورو لارو چارو ترمنځ کربي وړاندیز کړی چې بایډن د کانګرس له لوړپوړو ډیموکراتانو سره هم چې د سعودي عربستان له شاهي دولت سره د همکاريو د کمولو غوښتونکي دي، خبرې وکړي.
د ویلو ده چې د اوپک پلس له خوا د تېلو د تولید کمښت د منځ مهاله حساسو ټاکنو له ترسره کېدو یوازې څو اونۍ مخکې ترسره شوی چې د بایډن له ادارې د امریکايي وګړو پر رضایت او نه رضایت اغېز ولري.