په ۱۴۰۲ کال کې حج ته د تلونکو کسانو د سفر پر مهال په ټولنیزو رسنیو کې د طالب چارواکو ګڼ عکسونه خپاره شول، چې یو ناڅاپه یې د دغې ډلې زرګونه غړي ښودل چې له مکې یې سرونه راپورته کړي دي. اوس د هېواد له لوېديځه د ۸صبح موندنې ښيي، چې یوازې له درېیو ولایتونو سلګونه طالبان د دغه بهیر د پړاوونو له ترسره کولو او پچې اچونې پرته حج ته تللي دي. په دې منځ کې د طالبانو يو شمېر واليان، ولسوالان، قوماندانان، جنګيالي او د وژل شويو طالبانو وارثان شامل دي. پر دې سربېره، طالبانو د حج بهیر ټول ښوونکي له خپلو مخینه لرونکو کسانو غوره کړي دي. د مسلکي پوښتنو اپوټه، د دې ازموینې ګډونوال وايي، چې د طالبانو لپاره د «جګړې مخینه» او«پر پښتو ژبه پوهېدل» دوې د اهمیت وړ مسألې وې. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د دې کار اصلي لامل حج ته د دغو کسانو د لېږد لپاره د زمينې د برابرولو ترڅنګ، د یو اندازه پیسو جیب ته کول وو؛ داسې چې هغوی د معاش پر اخیستو سربېره، ۱۰۰۰ ډالره له راستنېدو وروسته او دغه راز ۱۸۰۰ریاله په سعودي عربستان کې د اوسېدو پر مهال يې تر لاسه کول. دا په داسې حال کې ده چې په لسګونو زره کسان په ځانګړې توګه سپين ږېري د خپل نوبت یا لږ تر لږه د پچې اچونې په هیله حج ته د تللو په انتظار وو.
د افغانستان له درېیو ولایتونو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې د طالبانو واليان، ځایي قوماندانان، د دې ډلې جنګیالي او د وژل شویو کسانو وارثان د مشخصې ونډې پر بنسټ او د پچې اچونې د پړاوونو له ترسره کولو پرته، د سږ کال د فرضي حج د مراسمو د ادا کولو لپاره مکې ته تللي دي. د دغو موندنو پر بنسټ، د حج د ښوونکو د ټاکلو بهیر هم د طالبانو ډلې په لاس کې و او هغه کسان د حج د ښوونکو په توګه غوره شوي دي، چې د اورپکۍ اوږده مخینه یې لرله.
د بادغیس لپاره د طالبانو د سیمه ییزې ادارې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې په ۱۴۰۲ کال کې ۲۳۹۰ تنه حج ته د تګ غوښتونکي وو چې له دې ډلې ۷۸۵ تنو ته د حج ونډه ورکړل شوه. د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې ونډه کې د طالبانو او دهغو جنگيالو د وارثانو لپاره چې د تير حکومت پر مهال وژل شوي دي، ځانګړی وېش په پام کې نیول شوی دی. په همدې حال کې کوچیانو هم ځانګړې ونډه درلوده او ان د هغه ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالصمد جاوید ته هم یوه ونډه په پام کې نیول شوې ده. دغه کسان له دې پرته چې د دغه بهیر له پړاوونو تېر شي او دغوره کېدو لپاره پچه واچوي، حج ته تللي دي.
په بادغیس کې حج ته تلونکو کسانو په ترلاسه شوي نوملړ کې لیدل کېږي چې طالب جنګیالي له پچې اچونې پرته، د خپلې جنګي مخینې له مخې حج ته د تلونکو کسانو په توګه ټاکل شوي دي. په دې نوملړ کې د بادغیس د ټولو ولسوالیو او مرکز طالب جنګیاليو ځانګړې ونډه لرلې ده. د شمېرو له مخې، له قادس ولسوالۍ نه ۱۰۰ تنه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره غوره شوي، چې ١٢ طالب جنګيالي هم پکې شامل دي. دغه راز له ابکمري ولسوالۍ نه هم ۱۱۰ تنه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره غوره شوي، چې ۱۰ تنه يې طالب جنګیالي دي. له مقر ولسوالۍ نه ۶۸ تنه حج ته تللي چې ۲۴ طالبان هم پکې شامل دي. له بالامرغاب ولسوالۍ نه ۱۷۰ تنه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره وټاکل شول، چې په دې منځ کې د طالبانو ۴۶ جنګياليو او قوماندانانو ته ونډه ورکړل شوې ده. دغه راز له غورماچ ولسوالۍ نه ۱۱۴ تنه حج ته تللي چې ۴۰ تنه يې د طالبانو غړي دي. له جوند ولسوالۍ نه هم ۱۰۰ تنه عربستان ته تللي چې ۲۹ طالبان او د هغوی وارثان هم پکې شامل دي. دغه راز د بادغیس ولایت له مرکزه د طالبانو د ۲۶ غړو په ګډون ۱۰۰ تنه حج ته تللي دي.
طالبانو حج ته د تلونکو کسانو په انتخاب کې د فساد تر څنګ، د دغه ولایت د حج ښوونکي چې د ازموینې له مخې غوره کېدل، هم له خپلې خوښې سره سم ټاکلي دي. د بادغیس ولایت یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې له دغه ولایته ۱۶ تنه د حج د ښوونکو په توګه غوره شوي وو او د هغوی د ټاکلو اصل د اورپکۍ مخینه او پر پښتو ژبه پوهېدل وو . د دغو کسانو نوملړ د طالبانو تر ارزونې وروسته ،د بادغیس والي ته استول شوی او د هغه لوري او تایید شوی دی.
په هرات کې هم سرچینې هم تاییدوي چې د سږني حج د مراسمو لپاره د دغه ولایت په ونډه کې ۹۲۵ تنه ټاکل شوې وو، چې له ډلې یې ۲۱۰ تنه د طالبانو غړي دي. د سرچينې په وينا، طالبانو د پړاوونو ترسره کېدو او پچې اچونې ته له پاملرنې پرته، دغه ونډه خپلو جنګياليو ته ځانګړې کړې ده. ولسوالان، د هرات د ولسوالیو امنیه قوماندانان، د طالبانو د امنیتي حوزو منسوبین، هغه کسان چې د دې ډلې په بېلابېلو ادارو کې یې دنده لرله او د دې ډلې د ځینو هغو جنګیالیو وارثان چې د تېر حکومت له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي، هغه کسان دي چې په دغه نوملړ کې شامل شوي دي.
په فراه ولایت کې هم یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته هم ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ګڼ قوماندانان او جنګیالي د فراه د اوسېدونکو له ونډې حج ته تللي دي. که څه هم سرچينې وايي، سږ کال فراه ولايت ته د شاوخوا زرو حاجيانو ونډه په پام کې نیول شوې وه، خو د هغو الوتنو په نوملړ کې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، ليدل کېږي چې له فراه ولايته يوازې ۳۶۰ کسان د حج د مراسمو لپاره غوره شوي دي. په همدې حال کې د طالبانو ۱۹۳ قوماندانان او جنګیالي له پچې اچونې پرته د نورو کسانو پر ځای سعودي عربستان ته تللي. د فراه او بکواه ولسوالیو ډېری هغه طالبان چې د تېر حکومت پر ضد یې په جګړو کې ډېر رول درلود، په نوملړ کې شامل شوي دي.
د هرات د حج ښوونکي څوک وو؟
د هغه نوملړ له مخې چې ۸صبح ورځپاڼې لاس ته ورغلی، لیدل کېږي چې له هرات ولایته شاوخوا ۲۵ کسان د حج د مراسمو د ښوونکو په توګه غوره شوي دي. په دغه نوملړ کې د طالبانو هغه پخواني جنګیالي شامل دي چې اوس د دوی د رژیم د کارکوونکو په توګه حضور لري. په دې نوملړ کې په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر مشر محمد طیب نجات، د دغه ولایت د والي سکرتر شاه میر حلیمي، د ۵۵۵ قطعې قوماندان نثار احمد خالد، عقیدتي آمر ملا عبدالاحد، جنايي آمر مولوي لعل خان قاصد، د شينډنډ ولسوال مفتي عبدالهادي برهان او د دې تر څنګ د ګلران، پشت کوه، پښتون زرغون، رباط سنګي ولسواليو د اوقافو مديران، د هرات د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د حج عمومي مدیر، د ارشاد آمر، د استخباراتو د علماوو مدیر، د پراختيا مدير، د ګلران ولسوالۍ يو مسوول او د ولايتي شورا یو پخوانی غړی حضور لري. دغه راز په دې نوملړ کې یو خطیب، څلور دیني استادان، د جومات یو ملا امام، یو ښوونکی او یو استاد چې په هرات کې له طالبانو سره تړاو لري، د ښوونکو په نوملړ کې شامل دي.
هرات د نویو تشکیلاتو پر بنسټ، ۱۹ ولسوالۍ لري، خو لیدل کېږي چې د حج تر ټولو زیات ښوونکي د دغه ولایت له ګلران ولسوالۍ نه غوره شوي دي. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ښوونکي د مولوي نوراحمد اسلام جار خپلوان او ملګري دي. د هرات لپاره د طالبانو والي اسلام جار د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ته یو له منل شویو کسانو ګڼل کیږي. د ۲۵ کسانو په نوملړ کې اته تنه له ګلران، دوه تنه له ګذرې، دوه تنه له پښتون زرغون، دوه تنه له رباط سنګي، یو تن له شینډنډ، یو تن له کشک کهنه یو تن له کهسان، یو تن له ادرسکن، یو تن له چشت شریف، یو تن له زنده جان، یو تن له کرخ، یو تن له انجیل او درې تنه له هرات ښاره د حج د ښوونکو په توګه د طالبانو له خوا ټاکل شوي دي
له هرات ولایته د حج د ښوونکو په توګه د غوره شویو کسانو له ډلې یو تن یې د طالبانو په لیکو کې اوږده مخینه لري او د دې ډلې له جګپوړو غړو ګڼل کېږي. هغه په هرات کې د ۵۵۵ قطعې قوماندان نثاراحمد خالد دی. خالد د هرات د ګلران ولسوالۍ ولسوال او په کشک رباط سنګي، کهسان، کشک کهنه او ګلران ولسوالیو کې د طالبانو یو له مشهورو ځايي قوماندانانو ګڼل کېږي. نوموړي د تېر حکومت پر مهال په يادو شويو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر ضد ډېر عمليات ترسره کړي وو. نوموړي په ګلران کې د طالبانو د نظامي ولسوال په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د هرات له سقوط او پر دغه ولایت د طالبانو ډلې په واکمنېدو سره، نثاراحمد خالد په هرات کې د دغې ډلې د امنیه قوماندانۍ د امنیت د آمر په توګه وټاکل شو او شاوخوا یو کال یې د امنیت د آمر په توګه دنده ترسره کړه. هغه وروسته په هرات کې د ۵۵۵ فرقې د قوماندان په توګه وټاکل شو او تر اوسه پورې دغه دنده پرمخ وړي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د دغه ځایي طالب قوماندان د اورپکۍ مخینه او قومي تړاو د دې لامل شوى، چې د هرات له ونډې د حج د ښوونکي په توګه وټاکل شي.
د حج د ښوونکو د ټاکلو معیار څه و؟
۸صبح ورځپاڼې د بادغیس او هرات ولایتونو له هغو دوو دیني عالمانو سره خبرې کړې دي چې د دغو ولایتونو د حج د ښوونکو د ټاکلو په ازموینه کې یې ګډون کړی و. هغوی وايي، چې د طالبانو ازموينه د خلکو او ديني عالمانو سترګو ته د خاورو شیندل وو، ځکه چې د دې ډلې معیار په جګړې کې د حضور د مخینې کچه او په پښتو ژبه خبرې کول وو. د هرات ولايت يو ديني عالم چې د دغه ولايت په لويو ديني مدرسو کې د تدريس څو کلنه تجربه لري، وايي چې له ډېرو کلونو وروسته او د طالبانو د حکومت په راتلو سره یې په دې ګومان چې د ښوونکو د پېژندنې او ټاکلو بهیر به د وړتیا پر بنسټ وي، په ازموینه کې ګډون وکړ.
هغه زیاته کړه:« ما لږ تر لږه ۱۵ کاله د هرات په یوه لویه مدرسه کې تدریس کړی، د جامع جومات خطیب هم وم او په ازموینه کې مې ځکه ګډون وکړ چې فکر مو کاوه چې د طالبانو په حکومت کې وړتیا مهمه ده او پېژندګلوي مطرح نه ده. کله چې د حج او اوقافو ریاست ته ورغلم، له کابله پلاوی راغلی و اوموږ ته یې وویل چې له تاسو پوښتنې کوي. کله چې زه پلاوي ته ورغلم نو د دوی لومړۍ پوښتنه دا وه چې ایا د هیواد پر ملي ژبه (پښتو) پوهېږم او کنه؟ دویمه پوښتنه دا وه، چې د جهاد څو کلنه مخینه لرم؟ په کابل کې یې د دغو دوو پوښتنو په ګډون پنځه پوښتنې وکړې.»
هغه وايي چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له لومړيو دوو پوښتنو پرته چې پر پښتو ژبه د پوهېدو او د دغې ډلې په ليکو کې د جګړې د مخینې په اړه وې، پاتې ټولې پوښتنې یې ځواب کړې، خو بریالی شوی نه دی چې د حج د ښوونکي په توګه وټاکل شي. د هغه په وينا، هغه کسان چې د حج د ښوونکو په توګه غوره شوي د طالبانو اصلي غړي او يا هغه کسان وو چې د جمهوريت په دوره کې يې د دې ډلې لپاره جاسوسي کوله. دغه ديني عالم څرګنده کړه چې له دغو کسانو پرته نور ټول ديني عالمان په دې ازموينه کې ناکام شول.
په همدې حال کې د بادغیس ولایت یو دیني عالم مولوي عبدالحی (مستعار نوم) چې په دغه ولایت کې د حج د ښوونکو د ټاکل کېدو په ازموینه کې پاتې راغلی، وايي چې په بادغیس کې د حج ښوونکي د طالبانو رژيم د چارواکو له لوري په فرمایشي توګه ټاکل شوي دي. د هغه په وينا، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت پلاوي له هغو کسانو چې د رقابتي ازموينې په نامه یې د حج د ښوونکو د ټاکل کېدو په بهیر کې برخه اخيستې وه، داسې پوښتنې کولې چې د حج له مسايلو سره یې تړاو نه درلود. دغه ديني عالم زياته کړه:« له ما یې وپوښتل چې پر پښتو ژبه پوهيږم او که نه. د کفارو او د هغوی د ګوډاګیانو پر وړاندې د جهاد څو کلنه مخینه لرم، خو ځواب مې نه درلود، ځکه چې نه پر پښتو پوهېدم او نه هم د طالبانو په لیکو کې جنګېدلی وم.»
د هغه په وينا، کله چې د ازموينې بهير پای ته ورسېد، د بادغيس والي هم د دفتر په انګړ کې حاضر و او ګډونوال يې رخصت کړل څو د حج د ښوونکو د غوراوي له پلاوي سره ناسته ولري. دغه ديني عالم زياته کړه، چې والي وروسته د خپلې خوښې کسان د حج د ښوونکو په توګه ټاکلي او بریالي کړي وو.
د طالبانو لپاره د حج د ښوونکو ټاکنه ولې مهمه وه؟
د طالبانو د حج او اوقافو په وزارت کې د باوري سرچينو په وینا، د دغه وزارت له خوا هغو کسانو ته چې د حج د ښوونکو په توګه غوره شوي، ډېر امتيازات په پام کې نیول شوي وو. هغوی دعه راز په هغو وروځو کې چې په سعودي عربستان کې وو، مشخصې پیسې ترلاسه کولې. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: « د هغوی لپاره هر څه د طالبانو لخوا په پام کې نیول کېدل، پیسې، پاسپورټونه، د تګ راتګ ټکټونه او نور هغه مسایل چې ورته اړتیا وه، وزارت ښوونکو ته برابرول.»
خو هغه یوه بله مسله هم د حج د ښوونکو په توګه د خپلو کسانو پر ټاکلو د طالبانو د ټينګار يو اصلي لامل ګڼي. دغې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «له حجه تر راستنېدو وروسته ښوونکو ته شاوخوا زر ډالره ورکول کېدل. بله خبره دا چې په سعودي عربستان کې هم د حج ښوونکو ته پیسې ورکوي چې د ورځې ۴۰ ریاله کیږي. په ټوله کې د حج ښوونکي ته د ۴۵ ورځو ۱۸۰۰ ریال ورکوي.»
د طالبانو د شمېرو له مخې، سږ کال له افغانستانه شاوخوا ۳۰ زره زیارت کوونکو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی. تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د حج د مراسمو د پای ته رسېدو پر مهال د طالب چارواکو د پراخو عکسونو خپرېدو دا په ډاګه کوله چې د دغې ډلې ګڼ غړي د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره مکې ته تللي دي. په دې توګه ښايي سږ کال د حج مراسمو ته د تللو طالبانو شمېر تر دې هم ډېر وي، ځکه دا شمېرې یوازې په درېیو لویدیځو ولایتونو پورې اړه لري. بل خوا، دغې ډلې ان په ځینو ولایتونو کې ونډې هم کمې کړې وې او دا ډول اقدام دا ګومانونه زیاتوي چې ښايي دا ونډې د طالبانو کسانو ته ځانګړې شوې وي. د طالبانو لخوا دا اقدام هغه هم د حج په بهیر کې په داسې حال کې ترسره کیږي، ځکه چې دې ډلې تل د پلي کولو خبره کړې ده.