داسې ښځه پېژنم چې د هغې په وینا، له پیله او ازله یې بخت نه و؛ ژوند یې له هماغو لومړیو له ستونزو او پېچلتیاوو سره مل و. هغه ښځه چې ژوند به هر ځل پر ځمکه وغورځوله، خو بیا به راپاڅېده او اړه وه خپلې لارې ته دوام ورکړي.
له دې ټولو سره سره، هغه په ظاهري بڼه نرۍ، ارامه او مهربانه ښځه ده؛ دومره نازکه چې هر چا به یې یوازې ظاهري بڼه لیدله، هېڅکله به یې فکر نه کاوه چې ژوند یې پر نریو اوږو دومره دروند بار ایښی وي. زما په اند، د هغې ژوند په دوو برخو وېشل کېدای شي؛ د اوولس کلنې لور له تېښتې مخکې او له هغې وروسته. البته، تر دې وړاندې هم هغې ډېر کړاوونه ګاللي و. خپل ځوان مېړه یې له لاسه ورکړی و. ځکه خو ښایي چې له هغې سره مې پېژندګلوي هم د هغې د لور له تېښتې وروسته پیل شوه، نو په ذهن کې مې یې ژوند هم له همدغه وخته په دوو برخو وېشل شوی دی.
کله چې هغه د خپل ماشومتوب او ګډ ژوند د پیل په اړه غږېږي، وايي: «کوچنۍ وم، د کلي د دودونو له مخې یې مېړه ته ورکړم. مېړه مې له ما څو کاله مشر و.» هغې د مېړه مشر والی د خپل بخت نښه ګڼله. ویل یې، مېړه یې پوه سړی و؛ په عېن وخت کې یې هم مېړه او هم پلار و. بیا داسې یوه جمله وايي چې ښايي د هغې په څېر د ډېرو ښځو ټول ژوند په یوه جمله کې راټول کړي: «زه نه پوهېدم، لا مې د ماشومتوب خوږې شېبې له سره نه وې وتلې. مېړه مې تل زما خیال ساته، څو د نوي ژوند لپاره مې زړه ډاډه کړي؛ تر هغې چې اولاد مې وشو. کله چې مې ماشوم پیدا شو، مېړه مې هم زما په اړه ډاډه شو او ویې ویل: اوس خو بې له زنځیره وتړل شوې.» هغه «زنځیر» اولاد و.
مور کېدل؛ ښايي د ډېرو ښځو لپاره مور کېدل، هم هغه زنځیر وي چې پرې تر پایه تړل کېږي او هم د هیلې هغه کړکۍ وي چې د ژوند خوږې شېبې ورته پرانیزي. په بله وینا، له یوې خوا هغوی له ژوند، مسوولیت، کور، ټولنې او هغه برخلیک سره تړي چې ډېری وخت یې د ټاکلو په اړه هېڅ واک نه لري. خو له بلې خوا، هماغه ماشوم یې د هیلې یوازینۍ کړکۍ کېدای شي؛ هغه څه چې د دې لامل کېږي سهار له خوبه راپاڅي، له ستونزو سره مبارزه وکړي او لا هم د ژوند د دوام لپاره یو دلیل ولري.
هغې ډېر ژر، یو په بل پسې، شپږ ماشومان وزېږول؛ شپږ سره کمکیان ماشومان. کله یې چې کشره لور په نس کې یوازې د اووه میاشتو وه، ناڅاپه یې مېړه له نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه وايي: «د مېړه له مړینې وروسته په څلورلارې کې پاتې شوم.» رښتیا هم پاتې وه. په داسې ټولنه کې چې ناوړه دودونه پکې ډېر و، نه یې مېړه درلود، نه یې عاید او نه یې هم کوم ملاتړی.
د هغې مشر زوی لا تازه پنځلس کلن شوی و چې ایران ته یې ولېږه، په دې هیله چې ښايي هلته کار پیدا کړي او کورنۍ ته د خوراک او څښاک لګښت راولېږي. مشره لور یې هم د پیغلتوب په عمر کې وه، خو ناڅاپه د خپلې کشرې خور او وروڼو دویمه مور شوه. مور یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره اړه وه چې ماشومان له خپلې لور سره پرېږدي او خپله ته څړڅایونوته لاړه شي، څو د خوړلو لپاره یو څه پیدا او کور ته یې راوړي. خو د تنکۍ لور یوازې پرېښودل یې د بلې ستونزې پیل شو.
د هغې لور، عاقله، مئینه شوه. په هغې کوچنۍ ټولنه کې د یوې ځوانې نجلۍ مینه کول یوازې یو شخصي احساس نه و؛ بلکې د یوې کورنۍ د بدنامۍ او د شاوخوا خلکو، په ځانګړي ډول د مور او پلار، لپاره د ستونزو لامل کېدای شوای. د عاقلې د مینې خبره ورو ورو د کلي د خلکو پر خولو شوه. دا خبره د اکا تر غوږو هم ورسېده. کاکا یې په غوسه شو او ویې ویل: «وړه نجلۍ یې، لا دې تر اوسه خپل ښی او کیڼ لاس نه دی پېژندلی، څنګه دې زړه وکړ چې مینه وکړې او عزت ته مې زیان ورسوې؟»
بالاخره د هلک کورنۍ د مرکې لپاره ورغله، خو کاکا یې په ټینګه وویل: «که سل کاله هم مرکې ته راشئ، زه دا نجلۍ نه درکوم.»
په هغه کلي کې خبرې او اوازې هم کمې نه وې؛ داسې شیطانت هم و چې رښتیا او دروغ یې د هغه ترغوږو پوری رسول. کاکا ته یې ویل شوي و چې حکیمې ټول کارونه خلاص کړي او غواړي خپله لور هماغې کورنۍ ته ورکړي. کاکا یې هم په غوسه ویلي و: «کله چې تاسو ټول کارونه خلاص کړي، نو ولې ماته راغلي یاست؟ لاړ شئ، هماغه ښځه، حکیمه دې خپله لور درکړي.»
همدغو غوسو او ضدونو د یوې تنکۍ نجلۍ برخلیک داسې لوري ته رهي کړ چې چا یې تصور نه کاوه. د هلک کورنۍ پرېکړه وکړه چې عاقله وتښتوي او بالاخره وتښتېدل. خو د عاقلې تېښته یوازې د یوې نجلۍ تېښته نه وه؛ داسې ښکارېده چې د یوې ټولنې، یوه کلتور او د ټول عمر قضاوت، دروند بار په یوه شېبه کې د هغې پر مور پرېوت.
کله چې حکیمې د خپلې لور د تېښتې خبر واورېد، ویل یې: «ځمکه او اسمان مې پر سر راولوېدل؛ داسې راته ښکارېده لکه د اور بټۍ او ګرم غوړي چې ټول یو ځل پر سر راشیندل شوي وي.» په همدې حال کې، د کلي خلکو د دې پر ځای چې په هغه سخت وخت کې یې تر څنګ ودرېږي، ورته وویل: «تا خپله ، خپله لور تښتولې ده.» ورپسې هغه تور هم ولګېد چې ښايي د لور له تېښتې لاهم ډېر زورونکۍ و: «د هغې خپله خوښه وه. هغې په خپله، خپله لور لېږلې ده.»
حکیمې ویل چی په هغه شېبه کې مې داسې احساس کاوه، لکه اسمان مې چې پر سر راپرېوځي. سترګې مې تیارې شوې؛ سر مې داسې وګرځېد چې ګواکې ټوله نړۍ مې پر وړاندې ولاړه ده او د هغه څه له امله مې ملامتوی چې ما نه و کړي. له هغه تور څخه هېڅکله سپېنه نه شوه. په هماغه شېبه کې یې د سختې غوسې او بېوسۍ له امله لومړی خپلې لور عاقلې او بیا هغه نورو کسانو ته چې په دې پېښه کې یې لاس درلود، ښېرې وکړی.
خو کله ناکله انسان د غوسې په شېبه کې داسې خبره کوي چې وروسته یې ټول عمر د خپل ذهن په دننه کې د خپل غږ په څېر تکرارېږي. هغې وروسته باور وکړ چې د هغې ورځې ښېرا د هغې او د لور لمن نیولې. عاقله بالاخره واده شوه.
لا ډېره ځوانه وه چې پرلهپسې یې دوه ماشومان وزېږول. خو د مور کېدو موده یې ډېره اوږده نه شوه؛ ځکه د دوو ماشومانو له زېږېدو وروسته ناڅاپه په یوې نه جوړېدونکې ناروغۍ اخته شوه او ناروغۍ یې د ژوند ملا ورماته کړه. مرګ هغه له خپلو دوو کوچنیو ماشومانو بېله کړه.
حکیمې د خپلې لور له مړینې وروسته، د لور د مرګ پر غم سربېره، یو بل دروند بار هم له ځان سره لېږداوه. هغه بېځوابه پوښتنه دا وه چې ایا د هغې ورځې ښېرا یې په رښتیا هم د لور له برخلیک سره تړلې وه؟ که دا یوازې د هغې د مور زخمي فکر و چې کلونه یې د بېوزلۍ، تورونو، کلتور او وجدان د عذاب تر بار لاندې ژوند کړی و؟ او یا دا د هغو خبرو تکرار و په داسې ټولنه کې چې پر ټولنیز ژوند او د انسانانو پر برخلیک یې واک دومره پراخ دی، د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې او د ښځو له مخکې پېچلې لار لا پسې کږوي؟
ښايي هېڅوک د دې پوښتنې ځواب ونه لري. خو هغه څه چې زه پرې پوهېږم دا دي چې کله ناکله یوه ښځه یوازې د یوې پېښې له امله نه ماتېږي؛ بلکې له دننه له منځه ځي او روح یې د تل لپاره د نابودۍ پر لور روانېږي. له هغې یوازې بدن پاتې کېږي؛ هغه بدن چې اړ دی د خپل پاتې ژوند بار له ځان سره یوسي.
ما چې د هغې کیسه اورېدله، هغه ورځې یې داسې بیانولې، لکه د هډوکو ماغزه چی یې پر جوش راغلې وی. هغې د کلونو چوپتیا، قضاوت، جبر او وېرې تر دروند بار لاندې ورو ورو ځان بایللی و او کله ناکله هغه څه چې خلک یې «تقدیر» بولي، ښايي له هغو پرلهپسې انتخابونو پرته بل څه نه وي چې یوې ښځې ته هېڅکله اجازه نه وه ورکړل شوې، خپله یې وټاکي.





