۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په نورستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي د ککړو اوبو له کبله رامنځته کېدونکې ناروغې کمې کړې او د ماشومانو په روغتیا او غوره وده کې مرسته کوي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د تلې پر ۲۷مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې مخکې د نورستان اوسېدونکو د څښلو، پخلي او مینځلو لپاره د سیند اوبه کارولې او ډېری مهال یې ماشومان ناروغېدل.
یونیسف ویلي چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو بنسټ په ملاتړ، پاکو اوبو ته د لاسرسي په برابرولو، د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو په کمولو او د ماشومانو د روغتیايي وضعیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
ککړې اوبه په ځانګړې توګه د ماشومانو ترمنځ د ناروغیو د لېږد مهم لامل ګڼل کېږي او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې د روغتیا په خوندیتوب کې مهمه ونډه لري.





