۸صبح، کابل: کابل کې یو شمېر ښځو د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر له چارواکو سره لیدلي او خبرېاترې یې کړې دي.
یوناما جمعه د لړم پر ۲۷ د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې یو شمېر افغان مېرمنو له دغه سازمان سره په ناسته کې غوښتي، چې د هغوی او طالبانو ترمنځ د خبرواترو زمینه برابره شي.
مېرمنو د سولې، ښځو او امنیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړهلیک د کلیزې په مناسبت له یوناما غوښتي ترڅو د اقتصادي او تحصیلي فرصتونو د رامنځته کولو او د لومړنیو حقونو د بیا برابرولو لپاره ورسره مرسته وکړي.
ښځو همداراز په دغه ناسته کې ویلي: «په اوسنیو شرایطو کې، د ښځو پروړاندې جنسیتي تبعیض او د پرېکړو نیولو په میکانیزمونو کې د هغوی ګوښه کول سیستماتیک دي.»
د یوناما دفتر استازي مارکس پوټزل ویلي: «موږ په دوامداره توګه د بشري حقونو او د ښځو حقونو د کنوانسیونونو لوري په توګه د دولت ژمنې چارواکو ته یادوو.»
یوناما وایي، چې د دغه سازمان د هرې اونۍ په لیدنو کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د بحث لپاره تر ۱۰۰ زیاتو مېرمنو ګډون لرلی دی.
د ویلو ده، ښځو د دغه سازمان په ناسته کې همداراز غوښتنه کړې، د ملګروملتونو سازمان دې یو نښلوونکی میکانیزم رامنځته کړي چې له لارې یې ښځې وکولای شي خپل مسایل په چټکۍ سره له چارواکو سره شریک کړي او پر طالبانو دې فشار راولي ترڅو له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.