۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د خوسا یا په ناسم ډول ساتل شویو خوړو د مصرف له امله د «بوتولیزم» ناروغۍ د اخته کېدو په اړه خبردارې ورکړی او د دغې ناروغۍ پر وخت تشخیص باندي یې ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ سهشنبه د وږي پر ۳۱مه، په اېکسپاڼه کې لیکلي چې بوتولیزم جدي ناروغي ده چې په خوړو کې د شته زهري موادو له امله رامنځته کېدای شي.
د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي چې «د معدې درد، کانګې، کمزوري، د سترګو د لید تتوالی، په خبرو کې ستونزه او د ساه اخیستلو ستونزې» د دغې ناروغۍ نښې دي.
د دغه بنسټ په وینا، پر وخت د بوتولیزم تشخیص او روغتیايي مرکزونو ته ورتګ کولی شي د ناروغۍ د لا ژوروالې مخه ونیسي او ژوند وژغوري.
د روغتیا نړیوال بنسټ د خوړو پر سمې ساتنې او چمتو کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خوړو د خوندیتوب اصولو ته پاملرنه د بوتولیزم ناروغۍ په مخنیوي کې اغېزمنه تمامېدای شي.





