۸صبح، بلخ: بلخ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف د درېیمې ناحیې سیمه کې چاودنه شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا چاودنه نن یکشنبه د زمري پر ۹ مازیګر شاوخوا ۶:۰۰ د مزارشریف ښار روضې ته نږدې په مخابراتو چوک کې شوې ده.
بلخ کې ځايي طالب چارواکو هم د دې چاودنې پخلی کړی او ویلي يې دي، چې دا چاودنه د مېوې په یوې کراچې کې د ځای پرځای شوي ماین له کبله شوې ده.
هغوی ټینګار کړی، چې دې چاودنې مرګژوبله نه لرله.