روانه اونۍ کې د ۴۰ میلیون ډالري مرستو دویمه بسته کابل ته راورسېده

۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک کابل ته د یوې ۴۰ میلیون ډالري بستې د رسېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ټویټرپاڼې سه شنبه غرمه د لیندۍ پر ۱۵ کابل ته د نقدي مرستو د دغې بستې رسېدل تایید کړي دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې دا په روانه اونۍ کې د ۴۰ میلیون ډالري مرستو دویمه بسته ده، چې کابل ته رسېږي.

طالبان په داسې حال کې کابل ته د نقدي مرستو د یوې بستې د رسېدو خبر ورکوي، چې د دغو مرستو رالېږل له ګڼو نیوکو سره مخ شوي دي.

د منتقدانو په باور دا مرستې تر ډېره د طالبانو په ګټه دي، نه د افغانانو.

ورته لیکنې

Back to top button