۸صبح، فراه: په فراه کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې په پاېله کې درې کسان مړه او شپږ نور بیا ټپيان شوي دي.
سرچینې وايي چې دا پېښه چهارشنبه د وري پر ۸مه د فراهرود ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، پېښه د سراچې او بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا، په پېښه کې د یو شمېر ټپيانو حالت بیا نازک ښودل شوی دی.
په فراه کې ځايي طالب سرچینو هم د دې ترافیکي پېښې پخلی کړی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
د روانې اوونۍ په پېل کې د جوزجان – بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکې پېښې په پاېله کې درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي و.