د هرات اوسېدونکي وایي چې اوسنیو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو یې دولتي روغتونونه د ناروغانو لپاره یوازینۍ هیله ده؛ خو په خبره یې، دا روغتیايي مرکزونه بیا د ناروغانو اړتیاو ته په سمه توګه رسېدنه نه کوي. هغوی دولتي روغتیايي مرکزونه د چوپړونو په نه وړاندې کولو تورنوي او زیاتوي چې د هرات حوزوي روغتون د فیس اخیستلو سربېره هم اړین روغتیايي چوپړونه نه وړاندې کوي. د هغوی د ادعا په حواله، دا روغتون په ناوړه اقتصادي وضعیت کې له ناروغانو «فیس» اخلي چې له کبله یې د ناروغانو ننګونې لا ډېرې شوې دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هرات حوزوي روغتون له ناروغانو د معایناتو په نوم له ۱۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې اخلي؛ خو ناروغانو ته بیا اړین روغتیايي چوپړونه نه وړاندې کوي. هغوی ادعا کوي چې دا روغتون له ناڅرګند حالت سره مخ دی.
د «ناروغانو د تشخیصیه معایناتو د ورکړې بېل» په نوم یو سند چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، ښيي چې د ټولو معایناتو لګښت پکې لیکل شوی او هر ناروغ د ذکر شویو پيسو پر ورکړې اړ دی.
د هرات حوزوي روغتون د معایناتو په بدل کې له ناروغانو پیسې اخلي. په روغتون کې هر ناروغ خپلې روغتیايي معاینې ته په کتو د پیسو په ورکړې اړ دی. د دغه روغتون د کړنلارې له مخې، ناروغان اړ دي د «ساده ټېست ۱۰ افغانۍ، بیوشیمیک ۳۰ افغانۍ، هستوپټالوژیک ۲۵۰ افغانۍ، سیرولوژیک ۷۰ افغانۍ، ساده اېکسرې ۵۰ افغانۍ. ډيجیټل اېکسرې ۱۰۰ افغانۍ، التراسونډ ۳۰ افغانۍ، نور معاینات ۱۰۰ افغانۍ، ایکوکارډیوګرافي ۵۰ افغانۍ، سيټيسکن ۵۰۰ افغانۍ، اېمارای ۵۰۰ افغانۍ، انډوسکوپي ۱۰۰ افغانۍ، اېسيجي ۲۰ افغانۍ، ماموګرافي ۱۰۰ افغانۍ او اېاېجي ۳۰ افغانۍ» معایناتو به بدل کې پیسې ورکړې.
د هرات دا اوسېدونکي زیاتوي چې له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي او ډېری کورنۍ د دې پيسو د ورکړې وس نه لري. د هغوی په خبره، د هرات حوزوي روغتون له بستر شویو ناروغانو ۲۰۰ افغانۍ، له کوچنیو عملیاتونو ۱۰۰ افغانۍ، له لویو عملیاتونو ۵۰۰ افغانۍ او له تخصصي عملیاتونو بیا ۱۰۰۰ افغانۍ فیس اخلي.
د هرات اوسېدونکي وايي چې د پیسو د ورکړې سربېره هم په حوزوي روغتون کې ناروغانو ته اړین چوپړونه نه وړاندې کېږي. هغوی ټینګار کوي چې په دغه روغتون اړین امکانات هم نه شته.
محمدعظیم چې د یو خپل د درملنې لپاره دغه روغتون ته راغلی وايي چې دا روغتون د ناروغانو د درملنې لپاره چندان ځای نه دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «له یوې هیلې سره راغلو چې دولتي روغتون دی او ناروغ ته به مو رسېدنه وشي، خو هغه ځای چې د ناروغ درملنه وشي، دا ځای نه دی. کله چې مو ناروغ بستر شو، ۲۰۰ افغانۍ یې د بسترېدو فیس واخیست. کله چې د بستر خونې ته لاړو ان یوه روجايي یې هم نه لرله؛ خپله مو خپل ناروغ ته روجايي واخیستله.» محمدعظیم زیاتوي: «د هرات روغتون هېڅ امکانات نه لري. ناروغ مو اکسیجن ته ډېره اړتیا لرله، خدای شاهد دی چې یا د اکسیجن ډبې خالي وي یا کله چې اکسیجن راوړي، ټول بهر وځي؛ ځکه شلینکش یې سوری دی. په ټوله کې ناروغ ته هېڅ رسېدنه نه کېږي او ډېره مرداره ده چې ناروغ لاناروغ کوي.»
بلخوا، د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی بیا بله ننګونه ده چې په دغه ولایت کې یې ناروغ لرونکي اندېښمن کړي دي.
د هرات اوسېدونکي حفیظالله چې له یوې اوونۍ راهیسې یې د دغه روغتون د مغز او اعصابو په څانګه کې خپل ورور چې ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، بستر کړی دی. نوموړی وايي چې دا څانګه د نرسانو له خوا اداره کېږي. حفیظالله ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «یوه اوونۍ کېږي ورور مې بستر دی. دلته یوازې نرسان دي. د یوې شپې ورځې په لړ کې که د دوو دقیقو لپاره متخصص ډاکټر راشي او ناروغ یو ځل ګوري او بس. نور په ټوله کې دا څانګه د نرسانو له خوا چې له انسټيټوتونو فارغ شوي، اداره کېږي. متخصص ډاکټر نه راځي. که ۱۰ ناروغان هم مړه شي، اړوندې څانګې ته یو چکر هم نه راوهي.»
د هرات اوسېدونکي داسې مهال د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د اړینو چوپړونو او متخصصو ډاکترانو له نشتوالي سرټکوي چې روغتیايي سرچینې هم مني چې دا روغتون د طالبانو د ناسم مدیریت او د ډاکترانو د معاشونو کمېدو له کبله له ناوړه حالت سره مخ دی.
یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې له دې وړاندې د هرات حوزوي روغتون «ملاتړ موسسو کاوه او معاش او اسانتیاوې یې موسسو برابراوه، خو اوس د موسسو له خوا د نه ملاتړ له کبله یې طالبان اداره کوي.» دا سرچینه زیاتوي: «طالبانو په لومړي ګام کې د ډاکترانو او روغتیايي پرسونل معاشونه نیمايي کړل او چا چې پخوا یې ۴۰ زره افغانۍ معاش لاره، اوس ۲۰ زره اخلي. یا دا چې پخوا یې ۲۰ زره افغانۍ معاش درلود اوس ۸ زره افغانۍ اخلي. طبعاً دا پر کار او چوپړونو اغېز کوي.»
دا سرچینه وايي چې د روغتیايي مدیریت د نشتوالی او د طالبانو له خوا د روغتون د رییس په توګه د یو کس ګومارل بیا د ختیځې حوزې په تر ټولو لوی روغتون کې روان حالت رامنځته کړی دی.
دا اندېښنې داسې مهال راغلي چې تازه د طالبانو استخباراتو د هرات حوزوي روغتون څلور کارکوونکي نیولي دي. په نیول شویو کې د روغتون سرطبیب، د لابراتوار څانګې یو کارکوونکی، یو ډاکتر او یو اداري کارکوونکی شامل دی چې تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی.