د راپورونو په حواله، په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د تندر پرېوتو او ورښتونو له کبله ۴۱ کسانو ژوند بایللی دی.
د پاکستان یو شمېر رسنیو دوشنبه د اپريل پر ۱۵مه راپور ورکړی چې له دې ډلې لږ تر لږه ۲۸ کسان د تندر پرېوتو له کبله مړه شوي دي.
د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، ډېری تلفات هغه مهال رامنځته شوي چې تندرونه پر بزګرو ولګېدل او ورښتونو د دغه ایالت په ختیځ کې د خلکو کورونه ونړول.
نوموړی وايي چې د دغې اوونۍ په لړ کې د نورو بارانونو د ورېدو وړاندوینه هم شوې ده.
ورته مهال د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (NDMA) د سېلابونو راوتلو او ځمکښوېدنې خبرداری هم ورکړی دی.
بل پلوه، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي: «ما د طبیعي پېښو د مدیریت له ادارې غوښتي څو له زیانمن شویو ایالتونو سره همغږي وکړي او هغو سیمو ته چې زیان یې لیدلی، بېړنۍ مرستې ورسوي.»
د یادونې ده چې تر پنجاب وروسته په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو د قربانیانو شمېر لوړ دی.
په پاکستان هر کال د پسرلي په موسم کې سخت بارانونو کېږي.