• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

القاب

نجيب منلی

 نجيب منلی نجيب منلی
۱۸ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۸ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1607415409]

ستر شخصیت، بې ساري عالم، اقتصاد پوه، د نړۍ دویم متفکر ډاکټر اشرف غني احمدزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ….
– ستر ملي مشر وزیر محمد ګل خان مومند…
– ځوان، ترقي غوښتونکی، وطنپال پاچا اعلیحضرت امان الله خان غازي
– د پښتو ادب ځلانده ستوری، پوخ نقاد، د نظر خاوند، تکړه ژورنالست، کیسه لیکوال، د نوي ادبي نقد سرلاری استاد اسدالله غضنفر…
نور به یې همدلته بس کړم. دا درې څلور نومونه مې هم چې یاد کړل، په دې ډاډ مې یاد کړل چې – که پر سر به یې ډېر نور راپسې تورې راواخلي – دوی په خپله را ته څه نه وایي.
ښه نو، په دومره القابو موږ څه ثابتول غواړو؟شاعران مو ټول اورژبي، نوښت ګر دي خو شعر مو په دوه پیسو نه ارزي. څېړونکي او پوهنتونیان مو ټول ستر عالمان، محققان او د علم ستنې دي خو علمي څېړنې مو له محتوا خالي دي. سیاستوال مو ټول وطنپال، پاک، سپېڅلي، زړور، د ولس په درد دردېدلي کسان دي خو ولس در په در دی او وطن خاورې په سر. ملایان مو جید عالمان او د پیغبر ځایناستي دي خو د پردیو ښځو تر لمن لاندې ځای یې په نخښه کړی او د دین هغه احکام چې هم مو دنیا را جوړه کړي او ه مو د اخرت لار سیخه کړي، زموږ پر ممبرونو، راډیوګانو، تلوېزیونونو او د وعظ په مجالسو کې نه یادېږي.
له دې چې ورتېر شو، که د پوهنتون یا مدرسې کوم پنډت مو مخې ته راغی، که د کوم تلویزیون یو بې سواده ووقي سره مخ شو، نو بیا یې دومره مخامخ صفتونه کوو چې سړی په خپله هم حیران شي چې دا به لا کومه بلا یادوي. د حضرت عمر (رض) دا وینا «المدح ذبح» که ریښتیا وي نو موږ، لکه د لوی اختر د ورځې قصابان، اوږدې چړې په لاس په خپلو مشاهیرو پسې ګرزو. دا هر څه پر خپل ځای، که چېرې په هدغو ویاړونو، ملي اتلانو، ملي مشرانو، باباګانو، استادانو، ستورو کې کوم یو داسې څه وویل یا وکړل چې زموږ پر ذوق برابر نه وی – که څه هم شاید د یو علمي تحلیل او منطق پر اساس وي او توجیه به هم لري – نو بیا هماغه دویم متفکر، هماغه ځلانده ستوری، هماغه درنه هستي، هماغه لوړ استعداد په خاورو هم منډو.
څه ضرورت؟
زه، له پوهاند نړۍوال پرته – چې هغه یې په زور غواړي، نورو مشرانو ته القاب نه کاروم. الفت، حبیبي، رشاد، ریښتین، غضنفر، پسرلی، دروېش، کاروان، خوشال، رحمان، حمید، وزیر محمد ګل خان ومند، امان الله، غني او…. وایم. ځکه چې زما له خوا دغو کسانو ته د القابو کارول د دوی درناوی نه دی. زه څوک یم چې د رشاد د استادۍ درجه ارزوم چې لویه ده که وړه؟ زه څوک یم چې د محمد ګل مومند د مشرۍ پر کیفیت قضاوت کوم؟
اشرف غني یوې غربي مجلې، د یوې سرسري څېړنې پر اساس د هغو کسانو په لست کې دویم یاد کړ چې خپل افکار یې په عمل کې پلي کړي وو. دا نو بیا د هغه له پاره د دویم متفکر مقام نه تثبیتوي. کېدای شي هغه ارزونه غلطه وي، غني – د ځینو شاخصونو له مخې – د نړۍ لومړی متفکر وي او دا هم کېدای شي چې د یو شمېر نورو شاخصونو له مخې همدغه متفکر د ډېرو عادي انسانانو په کتار کې ښکاره هم نه شي.
دا ثابته خبره ده چې اسدالله غضنفر د ازادۍ راډیو ژورنالیست دی او سیالان یې ورته د ادبي نقد په برخه کې په ښه سترګه ګوري. اوس که زه هر څومره ووایم چې غضنفر بې سواده دی، د هغه علمیت نه کمېږي او که هر څومره چغې ووهم چې غضنفر د نړۍ تر ټولو ستر، نابغه نقاد دی، د هغه شخصیت پرې نه لوړېږي. زما دا خبره به یوازې زما پر کوچنیتوب دلالت وکړي او بس.
نوره به خبره نه اوږدوم، را به شم د مطلب ټکي ته:
د دې پر ځای چې موږ خپل وخت یو او بل ته په ښو یا بدو القابو ورکولو ضایع کوو، ښه به دا وي چې هر څوک په هماغه نامه یاد کړو چې پرې وپېژندل شي. دا نورې اضافي خبرې ورپورې و نه تړو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د اسراييل او لبنان ترمنځ اوربند؛ اروپايي ټولنې له لبنان سره د ۱۰۰ میلیونو یورو مرستې خبر ورکړی
ټولنه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړې کړې

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792606813]
ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ
بهرني خبرونه

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792603758]
عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله
بهرني خبرونه

عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792601952]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.