د رواداري بنسټ «په افغانستان کې د اسماعیلي شیعهګانو د بشري حقونو وضعیت» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی دی. د دې راپور موندنې ښيي چې دغه مذهبي لږکی په سیاسي، اداري، مذهبي او ټولنیزو برخو کې له سیستماتیک تبعیض او د بشري حقونو له پلان شوي نقض سره مخ دی. دا څېړنه د افغانستان دننه او بهر د اسماعیلي ټولنې له قربانیانو او د هغوی د کورنیو له غړو، مدني فعالانو او د بشري حقونو له مدافعانو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ چمتو شوې ده. د راپور اساسي موخه د بشري حقونو د نقض د تجربو او څرګندو بڼو مستند کول، د عامه پوهاوي لوړول او د عدالت غوښتنې د هڅو ملاتړ دی چې د اسماعیلیانو پر ستونزو او د حقونو پر نقض د غور لپاره کېږي.
رواداري اعلان کړی چې ترلاسه شوي معلومات او شواهد ښيي چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د دغه مذهبي لږکي پر ژوند پلان شوي محدودیتونه او تبعیضي چلند پلی کړی او په دې موده کې یې د هغوی پر وړاندې د بشري حقونو پراخ نقض او سیستماتیکه مذهبي ځورونه ترسره کړې ده. د راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې اسماعیلیان نه یوازې له سیاسي، اداري او ټولنیز مشارکته په بشپړه توګه بېبرخې شوي، بلکې په موخن ډول د هغوی د مذهبي او کلتوري هویت د کمزورولو او ځپلو هڅې هم شوې دي؛ داسې وضعیت چې د دې ټولنې پر امنیت، انساني کرامت او بنسټیزو حقونو یې مستقیم اغېز کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اسماعیلي ټولنې پر وړاندې ځورونه او تبعیض تاریخي او کلتوري ریښې لري؛ خو د دې څېړنې موندنې ښيي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغه تبعیض لا ډېر سیستماتیک او پراخ شوی او د دې مذهبي لږکي د ژوند ټولو برخو ته غځېدلی دی. د راپور له مخې، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې پر اسماعیلي ماشومانو د حنفي فقهې زدهکړه تحمیل کړې او دغه راز یې د علني تکفیر، منظم فشار، وېرولو، د وژنې ګواښ، نیونو، شکنجې او نورو تاوتریخوالو له لارې د دې ټولنې غړي اړ کړي چې اسماعیلیه مذهب پرېږدي او سني مذهب ومني.
رواداري اعلان کړی چې، د څېړنې د موندنو له مخې، د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې هغه کسان چې د طالبانو دیني مدرسو ته یې د خپلو ماشومانو له لېږلو سره مخالفت کړی، د نغدي جریمو، شکنجې، د وژنې ګواښونو او د کورونو او شتمنیو له سوځولو سره مخ شوي دي. دغه راز راپور ښيي چې د منفي تبلیغاتو، تکفیر، لفظي تبعیض او کرکې خپرولو د زیاتوالي له امله د اسماعیلي ټولنې په غړو کې د خپل مذهبي هویت د علني څرګندولو وېره د پام وړ زیاته شوې ده.
د بشري حقونو دغه بنسټ زیاته کړې چې د مذهبي مناسکو د ازاد ترسره کولو پر وړاندې سخت محدودیتونه، د نورو په مذهبي مراسمو او عبادتونو کې جبري ګډون، له دولتي ادارو اېستل، د مذهبي هویت له امله له کاري فرصتونو بېبرخې کېدل، له اسماعیلي کورنیو سره د ودونو او خپلوۍ منعه کېدل، د تعلیمي مرکزونو او عبادتځایونو پر فعالیت محدودیتونه، ګواښونه، ناقانونه وژنې، جبري بېځایه کېدل او د اسماعیلي ټولنې د شتمنیو او ملکیتونو غصب، د بشري حقونو د جدي سرغړونو له نورو بېلګو دي.
د دې څېړنې موندنې ښيي چې اسماعیلي ټولنه د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او سیستماتیکې مذهبي ځورونې سره مخ ده؛ داسې وضعیت چې د نړیوالو حقوقي معیارونو له مخې د بشریت پر وړاندې د جنایت بېلګه کېدای شي.
په جبري توګه د اسماعیلیانو د مذهب بدلول
د راپور له مخې، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په ځانګړي ډول په بدخشان او بغلان ولایتونو کې، په سیستماتیک او موخن ډول د اسماعیلیانو د مذهب بدلولو او پرې د سني مذهب د تحمیلولو هڅې کړې دي. هغوی د دې کار لپاره له زور، ګواښ، شکنجې، وېرولو او نورو تاوتریخوالو کار اخیستی دی. د څېړنې ټولو مرکه کوونکو ویلي چې طالبانو د بېلابېلو فشارونو له لارې هڅه کړې اسماعیلیان د خپل مذهب پرېښودو ته اړ کړي.
په راپور کې راغلي چې د مرکهکوونکو روایتونه یوازې پر اورېدلو ولاړ نه دي، بلکې د قربانیانو له مستقیمې لیدنې او اړیکې سرچینه اخلي. اوو کسانو څرګنده کړې چې له هغو کسانو سره یې خبرې کړې چې د طالبانو تر فشار لاندې مذهب بدلولو ته اړ شوي دي. لسو نورو ویلي چې دغه کسان له نږدې پېژني یا ورسره په یوه سیمه کې اوسېدلي دي. دغه راز یوه کس ویلي چې له ګواښ، وهلو ټکولو او مذهبي ځورونې وروسته یې خپل کور او د اوسېدو ځای پرېښی، او بل کس ویلي چې طالبانو د ګواښ او د پیسو د وړاندیز له لارې هڅه کړې چې هغه سني مذهب منلو ته اړباسي.
د خپل برخلیک ټاکلو حق او له کاره محرومیت
په راپور کې ویل شوي چې اسماعیلیان په سیستماتیک ډول د واک له جوړښتونو او د پرېکړې له کچو اېستل شوي دي. د راپور له مخې، ډېری یې د مذهبي هویت له امله د طالبانو تر واک لاندې له دولتي ادارو اېستل شوي او یا د خپلې دندې د ساتلو لپاره اړ شوي چې خپل هویت پټ کړي یا مذهب بدل کړي.
د څېړنې شپږو مرکهکوونکو تایید کړې چې په مستقیم ډول د خپل مذهبي هویت له امله د کار له حقه محروم شوي دي او ۱۶ نورو ویلي چې داسې کسان پېژني چې د اسماعیلي ټولنې د غړیتوب له امله له دولتي ادارو ګوښه شوي دي.
د دې څېړنې یو ګډونوال وايي: «کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په نورو قومي او مذهبي ډلو پورې اړوند زما پخواني همکاران بېرته خپلو دندو ته ستانه شول. زه هم د کار دوام ته حاضر شوم. خو هغه مهال چې نورو همکارانو حاضري لاسلیک کړه او د خپلو دندو ځایونو ته ستانه شول ما ته د حاضرۍ د لاسلیکولو اجازه رانه کړل شوه. کله مې چې پوښتنه وکړه، راته وویل شول دا د ادارې د رئیس امر دی. وروسته د سیمې د مشرانو له لارې ورسره وغږېدو چې ستونزه څه ده. هغه وویل چې په اسلامي امارت [طالبانو] کې لومړی اصل دا دی چې ټول کارکوونکي باید مسلمانان وي. ان د سیمې مشرانو ته یې ویلي وو چې اسماعیلیان مسلمانان نه دي او که تاسو هغوی مسلمانان ګڼئ، نو ستاسو دین هم بشپړ نه دی. د بشري سرچینو عمومي رئیس هم راته وویل چې په اسلامي حکومت کې د قانون پلي کوونکی باید مسلمان وي. ما کابل کې د امر بالمعروف د شکایت اورېدنې څانګې ته مراجعه وکړه، خو راته وویل شول چې همدا بس دی چې امارت درته ستونزه نه جوړوي او ژوندی یې.»
د دندې د ساتلو لپاره د هویت پټول یا مذهب بدلول
نهو مرکهکوونکو ویلي چې د اسماعیلیانو یو محدود شمېر، هغه هم په ټیټو دولتي بستونو کې اړ شوي چې د خپلې دندې د ساتلو لپاره خپل مذهبي هویت پټ کړي یا مذهب بدل کړي.
یوه مرکهکوونکی ویلي: «زما یو ګاونډی په دولتي اداره کې کار کوي. طالبانو ورته ویلي که زموږ په طریقه لمونځ کوې او په جماعت کې ګډون کوې، کارکوونکی پاتې کېدای شې؛ که نه، باید استعفا ورکړې. هغه د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره مجبور شو د طالبانو غوښتنه ومني.»
بل مرکهکوونکی ویلي:«جمعه خان فاتح یو شمېر اسماعیلیان چې مذهب یې بدل کړی، د خپلو وسلوالو ساتونکو په توګه ګومارلي او په حقیقت کې یې هغوی ته امتیاز ورکړی دی.»
له واک او پرېکړو سیستماتیک اېستل
په راپور کې ټینګار شوی چې د څېړنې ټول ۲۵ مرکهکوونکي وايي اسماعیلیان د خپل مذهبي او قومي هویت له امله په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو په تبعیضي ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې له امنیتي، عدلي او قضایي بنسټونو او د پرېکړې کولو له بهیرونو اېستل شوي دي.
یو مرکهکوونکی وايي: «د [طالبان] له ریاستالوزرا نیولې تر معاونیتونو، لویو ریاستونو، ۳۴ واليانو، ۳۶۴ ولسوالیو او خپلواکو ریاستونو پورې په هېڅ ځای کې هم یو اسماعیلی ځوان یا د دې ټولنې غړی نشته. دا په ښکاره ښيي چې اسماعیلیان له ملي مشارکته او دولتي حضوره بېبرخې شوي دي.»
په دغه راپور کې بل مرکهکوونکی وايي چې د طالبانو رژیم د مذهبي لږکیو د ژوند او راتلونکي په تړاو ټولې پرېکړې خپله کوي او ان په کوچنیو سیمهییزو مسایلو، لکه مذهبي باورونه او مناسکو کې هم لاسوهنه کوي.
د مذهبي هویت حق او د هغه د څرګندولو آزادي
د څېړنې موندنې ښيي چې د دې ټولنې د غړو په منځ کې د خپل مذهبي هویت د څرګندولو پراخه وېره موجوده ده. راپور د طالبانو د چارواکو او مبلغینو لهخوا د کرکې خپرولو، علني تکفیر او سپکاوي ګڼو مواردو ته اشاره کوي. تبعیض تر دې بریده رسېدلی چې ځینې خلک د اسماعیلیانو له خوړو ډډه کوي او د هغوی ذبحه حرامه ګڼي. دغه راز له اسماعیلیانو سره پر ودونو سخت بندیزونه لګول شوي او په ځینو مواردو کې د هغوی ودونه د طالبانو د محکمو لهخوا په زور فسخ شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې اسماعیلیان د تبعیض، سپکاوي، ځورونې، امنیتي اندېښنو، د کورنۍ د زیانمېدو د وېرې او د دندې له لاسه ورکولو له امله نشي کولای خپل مذهبي هویت او باور څرګند کړي. په دې منځ کې ۲۳ کسانو تایید کړې چې په شخصي توګه یې خپل مذهبي هویت پټ کړی دی.
د کرکې خپرول او د تکفیر علني ترویج
د راپور له مخې، د څېړنې ۲۵ مرکهکوونکو ټینګار کړی چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د اسماعیلي ټولنې پر وړاندې د کرکې خپرېدل او علني تکفیر په څرګنده توګه زیات شوي دي. راټول شوي معلومات ښيي چې دا تبلیغات تر ډېره د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو، سیمهییزو قوماندانانو، افراطي دیني عالمانو او د طالبانو اړوند د جوماتونو امامانو لهخوا په درسونو، پروګرامونو او بېلابېلو مناسبتونو کې په ښکاره توګه ترسره کېږي.
یوه مرکهکوونکی په پوهنتون کې د خپلې تجربې په تړاو ویلي: «کله چې طالبان واک ته ورسېدل، زما د پوهنتون تر فراغته دوه سمستره پاتې وو. موږ ته د «اسلامي ثقافت» په نوم مضمون تدریس کېده چې په ځینو برخو کې پکې اسماعیلیه مذهب د کرکې وړ مذهب په توګه معرفي شوی و. په کتاب کې ادعا شوې وه چې د اسماعیلیه مذهب پیروان ګمراه دي او له هغه وخته چې حضرت علي یې خپل خدای بللی، د خدای له لوري پرې لعنت ویل شوی دی.»
کلامي تبعیض او سپکوونکې ټاپې
په راپور کې راغلي چې ټولو مرکه شویو کسانو ویلي چې په ټولنه کې د اسماعیلي مذهب پر پېروانو سپکوونکې ټاپې لګېږي او د لفظي تبعیض له بېلابېلو بڼو سره مخ دي، خو په تېرو څلورو کالو کې یې کچه پراخه شوې ده. د مرکه شویو کسانو د څرګندونو له مخې، پر هغوی د «کافر»، «مرتد»، «روافض»، «مشرک»، «غالي»، «بې دینه»، «څراغ کشک»، «څراغ ګلک»، «غالط»، «د لویدیځ او انګلیس له خوا جوړ شوی او روزل شوی مذهب»، «له محارمو سره واده» او «د حشیشو او نشهيي توکو اهل» په څېر ټاپې لګېږي چې نه یوازې خلک، بلکې په کاري او تعلیمي چاپېریال کې هم د دغه مذهب د پیروانو د سپکولو لپاره کارول کېږي.
د اسماعیلیانو له خوړو ډډه کول
د څېړنې معلومات ښيي چې په افغانستان کې د اسماعیلي ټولنې پر وړاندې د مذهبي تبعیض له جدي بڼو یوه یې د دې ټولنې د غړو له خوا د چمتو شویو خوړو څخه د ډډه کولو په موخه د خلکو هڅول دي. د راپور د موندنو له مخې، ۱۶ مرکه شویو کسانو په خپلو خبرو کې ویلي چې د اسماعیلیانو د خوړو د حرام ګڼلو او له کارولو یې د ډډه کولو په اړه تبلیغ، په ځانګړې توګه په تېرو څلورو کالو کې پراخ شوی دی. که څه هم د هغوی په خبره، دا باور اوږده مخینه لري او له ډېرې پخوا تر اوسه یې دوام موندلی دی.
له اسماعیلي نارینهوو سره د سني ښځو د ودونو جبري فسخه کول
د بشري حقونو د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د مرکه شویو کسانو د خبرو له مخې، په ځينو مواردو کې ان د طالبانو امر بالمعروف ادارې او محکمو له اسماعیلي نارینهوو سره د حنفي سني مذهبو ښځو د ودونو د پرې کولو حکم کړی؛ داسې یو څه چې په کورنیو اړیکو کې د طالبانو د دیني او قضايي بنسټونو مخامخ لاسوهنه او د مذهبي تړاو پر بنسټ تبعیضي چلند څرګندوي.
یوه مرکه شوي کس په دې اړه داسې ویلي: «په بغلان کې شپږ میاشتې مخکې یو اسماعیله نارینه د اهل سنت پېروانو له یوې ښځې سره کوژده کړې وه. دا کوژده د دواړو خواوو په اراده او خوښه شوې وه؛ خو کله چې د طالبانو د امر باالمعروف اداره خبره شوه، د هغوی کوژده یې فسخه کړه او اسماعیله نارینه یې سپک کړ.» یو بل مرکه شوي روادارۍ ته ویلي: «په بغلان کې د طالبانو د علماوو شورا یو غړي په یوې جنازې کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سني او شیعه ترمنځ واده روا نه دی. هغه ویلي چې دولس امامي شیعه ګان مشرک او روافض دي او اسماعیلي شیعه ګان (دهري) ګڼل کېږي او ان په اړه یې خبرې کول ښې نه دي. دهري یعنې هغه څوک چې نه خدای پېژني، نه پيغمبر او نه د دین اصول.»
د مذهبي مراسمو ترسراوی او د عبادتځایونو وضعیت
په دغه راپور کې راغلي چې د مذهبي مراسمو د ترسراوي ازادي خورا محدوده شوې او په ځینو مواردو کې اسماعیليان مجبوره شوي چې د سنيانو په امامت لمانځه کې ګډون وکړي. د هغوی ځينې جوماتونه (جماعتکورونه) تړل یا پر جوماتونو بدل شوي، او په ځینو مواردو کې دا ځایونه غیراسلامي ګڼل شوي دي.
د دغې څېړنې د موندنو پر بنسټ، په ځانګړې توګه په بدخشان او بغلان کې د اسماعیليانو پر مذهبي مراسمو او دودونو محدودیتونه تصادفي نه، بلکې د طالبانو د یوې سمبال شوې پالیسۍ برخه ګڼل کېږي چې موخه یې د بېلابېلو مذهبي باورونو او افکارو ځپل ګڼل کېږي.
د دې څېړنې موندنې ښيي چې طالبان او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د زور او ګواښ په وسیله په ځینو ولایتونو کې د اسماعیلي مذهب پیروان مجبوره کړي چې د نورو د مذهبي او عبادتي مراسمو برخه شي. په دې سره، د ټولو مرکه شویو له ډلې اوو کسانو ویلي چې په تېرو څلورو کالو کې یې خپله د نورو مذهبي مراسم تجربه کړي او نهو نورو بیا د هغو کسانو په اړه ویلي چې دې چارې ته اړ شوي دي.
د بشري حقونو دغه سازمان ټینګار کړی چې داسې مستند معلومات یې ترلاسه کړي چې ښيي دا کس د خپلو مذهبي فعالیتونو لکه په جماعت خونو کې د اسماعیلي ښځو پر لمونځ د ټينګار له کبله په بدخشان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا درې ورځې بندي شوی و.
روادارۍ ویلي چې اسماعیلي شیعه ګان د خپلو باورونو او اعتقاداتو خلاف، نورو مذهبي باورونو ته اړ باستل د طالبانو د مذهبي تبعیض تګلارې برخه ده او د نړیوالو اسنادو پر بنسټ د بشري حقونو د سختو سرغړونو له جدي بېلګو شمېرل کېږي.
مذهب بدلولو او د حنفي فقهې زدهکولو ته اړ باستل
د راپور یوه اندېښمنوونکې برخه د طالبانو په دیني مدرسو کې اسماعیلي ماشومانو ته د حنفي فقهې د جبري زدهکړو مساله ده چې له ګواښ، شکنجې او د کورنیو له مالي جریمې سره مل وه. دغه راز، په سمبال شوې توګه لویان هم د اسماعیلي مذهب پرېښودو او د اهل سنت مذهب منلو هڅې هم شوې دي.
د راپور له مخې، د دې څېړنې ۲۴ مرکه شویو کسانو د طالبانو د سمبال شویو اقداماتو یادونه کړې چې موخه یې تر ډېره په بدخشان کې د حنفي فقهې زدهکولو ته د اسماعیلي ماشومانو هڅول دي. د دوی له ډلې ۱۲ کسانو ویلي چې داسې کورنۍ پېژني چې دې چارې ته اړ شوي. نهو نورو څرګنده کړې چې د خپلو خپلوانو ځينې ماشومان یې په جبري توګه د طالبانو دیني مدرسو ته وړل شوي او همدارنګه پنځو نورو ویلي چې د دغو ماشومانو د کورنیو له غړو سره یې مخامخ خبرې کړې دي.
د راپور موندنې ښيي چې ۲۱ مرکه شویو کسانو ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اسماعیلي مذهب پر تعلیمي مرکزونو او عبادت ځایونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د مرکه شویو کسانو د څرګندونو له مخې، په دغو محدودیتونو کې د ځینو عبادت ځایونو تړل کېدل، د سنیانو د عبادت ځایونو په توګه د اسماعیلي عبادت ځایونو بدلېدل، د وېرې چاپېریال رامنځته کېدل او په تعلیمي او مذهبي مرکزونو کې د خلکو د تګ راتګ کنټرول شامل دي.
د اسماعیلیانو د عبادتځایونو غیراسلامي ګڼل
په دغه راپور کې راغلي چې څلورو مرکه شویو ویلي چې طالبان د اسماعیليانو مذهبي مرکزونه او عبادت ځایونه مقدس اسلامي ځایونه نه ګڼي.
یوه مرکه کوونکي ویلي: «په دې وروستیو کې په بغلان کې د طالبانو محکمې په یوه قضايي قرار کې ویلي چې د اسماعیلیانو مذهبي ځایونه د مقدسو اسلامي ځایونو ته په توګه نه حسابېږي. سربېره پر دې، ځینو محلي افراطي کسانو په وار وار په ښکاره ګواښ کړی او ویلې یې دي چې د اسماعیلیانو عبادتځایونه غیراسلامي دي.»
مشکوکې وژنې او ناامني
په دغه راپور کې د اسماعیلیانو د مذهبي ځایونو د مهمو څېرو او ساتونکو د مشکوکو ناقانونه وژنو مستندات هم راغلي دي. د راپور پر بنسټ، دغو پېښو د وېرې چاپېریال رامنځته کړی او د دې ټولنې غړي په پراخه کچه له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
په راپور کې ۲۳ مرکه شویو کسانو ویلي چې د اسماعیله ټولنې داسې کسان پېژني یا یې په اړه معلومات لري چې د تېرو څلورو کالو په اوږدو کې په مشکوکه او ناقانونه توګه وژل شوي دي. د څرګندونو پر بنسټ، مرکه شویو په ګډه لږ تر لږه د دغه مذهبي اقلیت د څلورو غړو ناقانونو وژنو ته اشاره کړې ده.
د ښځو وضعیت او عدالت ته لاسرسی
روادارۍ ویلي چې اسماعیلي مېرمنې له غبرګ تبعیض (جنسیتي او مذهبي) سره مخ دي؛ هغوی له عمومي محدودیتونو سربېره، په خپلو مذهبي ښوونیزو مراکزو کې له ګډونه محرومې شوې دي. د طالبانو په عدلي او قضايي نظام کې هم د هغوی شکایتونو ته د حنفي فقهې پر بنسټ رسېدنه کېږي او په ګڼو مواردو کې په محکمو کې د اسماعلیانو شهادت نه منل کېږي.
په دغه راپور کې راغلي چې ۱۸ مرکه شویو کسانو ویلي چې اسماعیلي مېرمنې په تېرو څلورو کالو کې د نورو افغان مېرمنو پرتله له غبرګو تبعیضونو او محدودیتونو سره مخ دي.
جبري بېځایه کېدل او د توکو غصب
په راپور کې راغلي چې په بغلان او بدخشان کې ګڼې کورنۍ د ګواښونو له کبله له خپلو کورونو څخه وتلو ته مجبوره شوې دي. همدارنګه داسې راپورونه شته چې د طالبانو ځايي قوماندانانو د اسماعیليانو اړوند ځمکې او د سرو زرو کانونه غصب کړي دي. ۱۵ مرکه شویو کسانو ویلي چې د تېرو څلورو کالو په لړ کې ځينو اسماعیلي کورنیو د تبعیض، ګواښ، تاوتریخوالي، د ناامنۍ احساس او له زورزیاتي څخه د وېرې له کبله خپل کورونه پرېيښي دي. په دې ډله کې درېیو مرکه شویو کسانو ویلي چې د تبعیض، زورزیاتي، مذهب اړولو او د حنفي فقهې د جبري زدهکولو د تجربې له امله یې د اوسېدو ځایونه پرېښي دي.
د راپور پر بنسټ، د دې څېړنې ۱۲ ګډونوالو ویلي چې د تېرو څلورو کالو په اوږدو کې د اسماعیلیانو اړوند املاک تر ډېره په بدخشان او بغلان کې له هر ډول رسمي جواز او قانوني پړاو پرته غصب شوي دي.
په راپور کې عدالت ته د لاسرسي اړوند محدودیتونو په اړه راغلي چې ۲۰ مرکه شویو کسانو ویلي چې دا مهال په عدلي او قضايي بنسټونو کې د اسماعیلي مذهب پېروانو شکایتونو ته په منصفانه توګه رسیدګي نه کېږي. له دې ډلې ۱۰ کسانو ټينګار کړی چې د دې ټولنې غړي خپلې شخصي دوسیې د طالبانو محاکمو ته نه وړاندې کوي.
مرکه شویو کسانو ویلي چې یاد بنسټونه د دغه مذهبي لږکي ټولنې جزايي او حقوقي قضیې د حنفي فقهې پر بنسټ حل کوي؛ په داسې حال کې چې د اسماعیلي فقهې او حنفي فقهې ترمنځ په ځانګړې توګه د شخصیه احوالو اړوند مسایلو کې لوی توپیر شته.
روادارۍ هیله څرګنده کړې چې د دې څېړنې موندنې، پایلې او سپارښتنې به د طالب چارواکو او اړوندو نړیوالو بنسټونو پام وړ وګرځي او د دې ټولنې د بقا ډاډمنولو، د کلتوري هویت ساتنې او د هغوی د اساسي ازادیو او حقونو د تأمین په برخه کې به بېړني، اغېزمن او غوره اقدامات ترسره کړي.
دا څېړنه د اسماعیله ټولنې له ۲۵ قربانیانو، فعالانو او د کورنۍ له غړو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده. موندنې د دغه لږکي مذهب پر وړاندې په سیاسي، اداري او ټولنیزو برخو کې د سمبال شوي تبعیض او له بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو ښودنه کوي.





