۸صبح، فراه: سرچینې فراه ولایت کې د نن ورځې په صحرایي محاکمه کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د حضور خبر ورکوي.
سرچینې وایي، چې د طالبانو د سترې محکمې رییس، د طالبانو د ریاستالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو، د کورنیو چارو، د امربالمعروف او نهې عن المنکر او عدلیه وزیرانو، د ملا هبتالله اخوندزاده د دفتر رییس، د طالبانو ویاند او د کندهار او هرات والیانو د قصاص په محاکمه کې چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۶ د فراه په لوبغالي کې حضور درلود.
طالبانو ویلي چې د تاجمیر په نوم د هرات د انجیل ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي پر وژلو تورن و، قصاص کړی دی.
وړاندې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې ټاکل شوې نن یوه ښځه هم د فراه په لوبغالي کې سنګسار او دوه نور نارینه اعدام شي. طالبانو بیا د هغه د یوه کس اعدام تایید کړی دی.
د طالبانو صحرایي محکمې له پراخو نړیوالو نیوکو سره سره زیاتې شوې دي.