د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، ویلي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه په خبرو کې «ستر پرمختګ» شوی دی.
ترمپ يکشنبه د اکټوبر پر ۱۸مه، ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره خبرې روانې دي.
هغه په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې لیکلي دي: «زه د روسیې او اوکراین په جګړه کې د سولې د ټینګښت لپاره خبرې کوم او نه غواړم په یوه ناسنجول شوي اقدام سره روسیه د خبرو له مېزه لېرې کړم.»
د روسیې او اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې په پراخ برید سره پیل شوه.
له هغه وخت راهیسې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو د سولې د شرایطو، نيول شویو سیمو او د اوکراین د امنیتي تضمینونو په اړه اختلافات د خبرو اترو له مهمو ننګونو دي.





