۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۱۵۹ کورنۍ چې ۶۶۴ کسان پکې شامل دي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت دوشنبه د تلې پر ۲۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۱۰۱ کورنۍ چې ۴۱۱ کسان پکې شامل دي، د نیمروز د ورېښمو پله لارې له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۳۳ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
همداراز، ۱۵ کورنۍ چې ۶۰ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۱۰ نورې کورنۍ چې ۲۶ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته راغلې دي.





