د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له هرمز تنګي د تېلو د لېږد کچه په ورځ کې شاوخوا ۱۸ میلیونو بېرلو پورې رسېدلې ده.
الجزیرې پنجشنبه د سپټمبر پر ۳مه راپور ورکړی چې له جګړې مخکې د ورځې له هرمز تنګي شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله تېل تېرېدل او اوس دا کچه تر شاوخوا ۱۸ میلیونو بېرلو پورې رسېدلې ده.
د انرژۍ د نړیوال اژانس د شمېرو له مخې، له جګړې مخکې هره ورځ کابو ۲۰ میلیونه بېرله تېل له هرمز تنګي تېرېدل خو د جګړې پر مهال بیا دا کچه په ورځ کې تر شاوخوا پنځو او شپږو میلیونو بېرلو پورې راټيټه شوه.
امریکايي پوځ هم تېره اوونۍ خبر ورکړی و چې په هرمز تنګي کې یې د ماینونو د پاکولو عملیات «بشپړ» کړي دي.
اخوا ایران بیا بېړیو ته خبرداری ورکړی چې له اجازې پرته له دې لارې تېرې نه شي.





