د راپورونو له مخې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) مشر نورولي مسعود ویلي، چې کابل کې د بېپیلوټه الوتکو برید د پاکستان له دولت سره د سولې خبرواترو د بهیر د دوام پروړاندې ترټولو لوی خنډ و.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې نورولي مسعود دوشنبه د ډسمبر پر ۵ ویلي، چې کابل کې د بېپیلوټه الوتکو برید او پاکستان کې دننه سیاسي کړکېچونه د پاکستان له دولت سره د سولې خبرواترو د دوام نه موندلو اصلي لاملونه دي.
د پاکستاني طالبانو مشر زیاته کړې، چې دغه ډله د افغانستان له طالبانو سره ښې اړیکې لري او دوام یې ورکړی: «اسلامي امارت د دې لپاره چې د پاکستان له دولت سره خبرېاترې وکړو، هېڅکله یې پر موږ فشار نه دی راوړی.»
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) د نومبر پر ۲۸ نېټه د پاکستان له دولت سره ماتېدونکی اوربند، چې نږدې پنځه میاشتې مخکې د افغانستان طالبانو په منځګړیتوب رامنځته شوی و، لغو کړ.