۸صبح، کابل: په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر تاجان مولاموف ویلي دي چې تمه کېږي د ټاپي پروژې د سرحدآباد–هرات برخې د رغولو کار د روان زیږدیز کال تر پایه بشپړ شي.
د ازبکستان رسنیو سهشنبه، د وږي پر ۳۱مه، د مولاموف له قوله راپور ورکړی چې د سرحدآباد–هرات برخې په بشپړېدو سره به په ۲۰۲۷ کال کې افغانستان ته د طبیعي ګاز د لېږد د پیل لپاره اړین شرایط برابر شي.
تاجان مولاموف دا موضوع په اسلاماباد کې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې (LCCI) له خوا په جوړه شوې «د ۲۰۲۶ کال د سفیرانو په مېلمستیا» کې اعلان کړې ده.
د هغه په وینا، د ټاپي پروژې او د انرژۍ د نورو سیمه ییزو پروژو پلي کول کولای شي د پاکستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو او د انرژۍ په دوامداره تامین کې مرسته وکړي.
ترکمنستان دا پروژه د پاکې انرژۍ د ډاډمن تامین، په ټوله سیمه کې د دوامداره اقتصادي ودې او د سیمهيیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه لاره ګڼي.





