د يو ماشوم د وژنې په تور دوه تنه په کابل کې نيول شوي

۸صبح

 

 د کابل پوليس وايي چې د يو ماشوم د وژنې په تور يې دوه تنه نيولي دي.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وويل چې، د غبرګولي په پنځمه نېټه د چهارشنبې په ورځ د يوه رستورانت ساتونکي يو ماشوم د «چره‌يي» تفنګچې په وسيله د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې وژلی دی.

فرامرز وويل چې د پېښې عامل «محمد رضا» نومېږي او د کابل په لويديځ کې د يو رستورانت ساتونکی ؤ.

د کابل د پوليسو وياند همداراز ويلي چې په پېښه کې د لاس لرلو په تور د رستورانت خاوند هم نيول شوی دی.

تر دې دمه ددې پېښې څرنګوالی نه دی روښانه، خو د کابل د پوليسو وياند وايي چې په دې اړه د دوی څېړنې او ګروېګنې روانې دي.

ورته لیکنې

Back to top button