۸صبح، بغلان: بغلان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې دوه کان کیندونکي د کان د نړېدو له امله مړه شول.
دغه پېښه یکشنبه ماښام د لړم پر ۲۸ د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په «شیندره» کې د ډبرو سکرو په کان کې شوې ده.
دواړه قربانیان د مخکینیو امنیتي ځواکونو غړي وو، چې د حکومت له سقوط وروسته یې په کان کې کار پیل کړی و.
سرچینې وایي، چې د کان د تونل د اوږدوالي له امله د ژغورنې ډله تر اوسه د قربانیانو پر راایستلو نه دي بریالي شوي.
د کانونو د غیرمعیاري ایستل کله ناکله کارګر قرباني اخلي.