طالبانو نهه ورځې وړاندې په بغلان کې د ملي اردو د لوا پخوانی قوماندان فرید آقا سیدخیلی او د دغې لوا د کنډک پخوانی قوماندان پرویز سیدخیلی، د کابل له شاوخوا سیمو نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو غړو له خبرداري پرته لومړی د دغو پوځیانو پر موټر ډزې کړي او وروسته یې هغوی نیولي دي. پرویز سیدخیلی د طالبانو د جګړه مارانو د نښتې په پایله کې ټپي شوی دی. سرچینې وايي چې د بغلان د کنډک د لوا پخوانی قوماندان دا مهال لاس تړلی په ایمرجنسي روغتون کې د طالبان تر جدي څارنې لاندې بستر دی. تر کومه ځایه چې د دغو پخوانیو پوځیانو خپلوان وايي، هغوی د کوم جرم له ترسره کولو پرته د طالبانو له لوري نیول شوي دي. د پخوانیو دغو پوځیانو خپلوان له طالبانو د هغوی د ژرترژره خوشې کېدو غوښتونکي دي او وايي چې طالبان باید د خپل مشر د عمومي بښنې فرمان ته درناوی ولري.
د پخواني حکومت د ملي اردو د لوړپوړو دغو قوماندانانو خپلوان له ۸صبح ورځپاڼې سره، د هغوی د نیول کېدو د څرنګوالي له درده ډکه کیسه کوي. عبدالله (مستعار نوم) د بغلان ولایت د کنډک لوا د قوماندان پرویز سیدخیلي خپلوان دی. نوموړی وايي: «د سلواغې ۲۳ مه دوشنبه شاوخوا ۱۱ بجې، د بغلان د لوا قوماندان فرید سیدخیلي، چې د پرویز سیدخیلي، ملګری دی، د هغه کور ته ورځي او له هغه یې غواړي چې د کابل خیرخانې کوتل سیمې ته د بل دوست کور ته ورسره لاړ شي. هلته لاړل، خو د بېرته راتګ په وخت کې کله چې له کوتل نه راکوزېدل، د طالبانو د تروریزم ضد موټر یې څاري او مخکې له دې چې دغه دوه تنه موټر ودروي، طالبان د هغوی پر موټر چې یوه عراده کورولا ده، ډزې کوي.»
د عبدالله په خبره، د پخواني حکومت ددغو دوو پوځیانو پر موټر د ډزو له امله، درې مرمۍ په پرویز سیدخیلي لګېدلي دي. هغه وړاندې وايي:« وروسته له هغې طالبانو پرویز او فرید ونیول. سره له دې چې پرویز ټپي و، طالبانو دواړه د پېښې په ځای کې وهل ټکولي دي او پرویز خو مخکې تر دې چې روغتون ته ولېږدول شي، د تروریسم ریاست ته یې لېږدولی و. له هغه نه ساعتونه وینه تللې ده. وروسته یې ایمرجنسي روغتون ته لېږدولی دی.»
د کابل په ایمرجنسي روغتون کې یو معتبره سرچینه هم ۸صبح ورځپاڼې ته مني چې د بغلان د کنډک لوا قوماندان اوسمهال په تړلو لاسونو د طالبان تر جدي څارنې تر درملنې لاندې دی. سرچینه وايي: « د قوماندان پرویز روغتیايي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی، خو طالبانو دوه ساتونکي ورته ګمارلي او یو لاس یې هم د کټ ترڅنګ پورې تړل شوی دی. طالبانو ددې روغتون چارواکو ته هم ګواښ کړی چې ددغه پخواني پوځي بستري کولو نه ډډه وکړي.»
د پرویز سیدخیلي خپلوان وړاندې وايي چې نوموړی څلور ماشومان لري چې هره شېبه د خپل پلار د بېرته ورتګ په تمه دي. ځینو نورو سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې دا مهال فرید سیدخیلي، د ۲۱۷ پامیر د لوا قوماندان، د طالبانو تر شدیدې شکنجې لاندې دی. د سرچینو په وینا، طالبانو ددغه پخواني پوځي ځوان زوی چې د خپل د پلار د خوشې کېدو لپاره دوی ته ورغلی و هم د ۲۴ ساعتونو لپاره زنداني کړی و،. د فریدآقا سیدخیلي کورنۍ اوه غړي لري او د سرچینو د څرګندونو له مخې، مېرمن او له ۵ نه تر ۷ کلنۍ لورګانې یې د سیدخیلي د زنداني کېدلو له امله، د ناروغۍ په بستر کې پراته دي. دغه پخوانی پوځي د پخوانیو حکومتونو په بيلابېلو برخو کې ۱۷ کاله کار کړی دی.
د ۸صبح ورځپاڼې د مالوماتو پربنسټ، د پامیر ۲۱۷ کنډک لوا قوماندان پرویز سیدخیلي پر هېواد د طالبانو د لومړیو میاشتو په درشل کې هم ددغې ډلې له لوري نیول شوی او د پنځو میاشتو لپاره زندانی شوی و. یوې سرچینې چې په راپور کې یې له خپل نوم اخیستلو نه ډډه کوي، وايي: «کله چې بغلان سقوط وکړ، پرویز پنجشیر ته ولاړ او وروسته له هغې تسلیم شو او ټول هغه پوځي تجهیزات یې چې له ځانه سره درلودل طالبانو ته تسلیم کړل او د تسلیمۍ لیک هم ورسره و؛ خو ددې ډلې له دوو میاشتو واکمندېدو وروسته، پرویز ډاډه شو چې عمومي بخښنه شوې او کولای شي چې په آزاد ډول تګ راتګ وکړي. وروسته له هغه پرویز سیدخیلي له خپلو ملګرو سره نورستان ولایت ته د تفریح لپاره لاړل، خو د بېرته راتګ په وخت کې د څرخي پله په سیمه کې د طالبانو له لوري ونیول شو او پنځه میاشتې د طالبانو د استخباراتو په ریاستونو کې زنداني و.»
سرچینه وړاندې وايي چې طالبانو له پنځه میاشتني حبس وروسته، دغه پخوانی پوځي خوشې کړ، خو نوموړی د ډېرو وهلو ټکولو له امله د اعصابو په ناروغي اخته شوی و.
ورته مهال، ددغو دوو پخوانیو پوځیانو خپلوان وايي چې پرویز سیدخیلي او فریدآقا سیدخیلي پرته د کوم جرم په ترسره کولو، د طالبانو له لوري نیول شوي دي. د هغوی په وینا، پرویز سیدخیلي له څو میاشتو راهیسې د موټرو د پلور او پیر او فرید آقا سیدخیلي بې روګاره و. ددغو پخوانیو پوځیانو خپلوان وايي چې دغو دواړو د طالبانو د عمومي عفوې پر بنسټ په کابل کې ژوند کاوه. هغوی د بشر د حقونو له بنسټونو نه د طالبانو له بند نه د ددغو دوو تنو پوځي افسرانو د خوشې کېدو غوښتونکي دي.
ویل کیږي چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري د مېاشتې پر ۲۴ مه نېټه واک ته د بیاځلي په راتګ سره، عمومي عفو اعلان کړه. دغې ډلې پوځي او ملکي کسانو او دغه راز د پخواني دولت کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو له لوري به تر څېړنو لاندې نه نیول کیږي. خو له څه کم دوو کلونو راپدېخوا، طالبانو د پخواني حکومت سلګونه پوځيان او غیرپوځيان نیولي او وهل ټکولي دي او ځيني وختونه یې له بېلابېلو لارو وژلي هم دي.
د « نیویارک ټایمز» خبري شبکې د سږ کال په وري میاشت کې د طالبانو له لوري د پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو، وهل او ټکولو او وژلو په اړه یو راپور خپور کړ. د هغه راپور پر بنسټ، پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو تر هماغه مهال پورې شاوخوا ۵۰۰ پخواني پوځیان د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې، وژل شوي وو. د یاد راپور پر بنسټ، یوازې په بغلان کې ۸۶ پخواني پوځیان وژل شوي وو. (یوناما) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستیال دفتر په خپل کلني راپور کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ویلي دي چې د تېر کال د زمري میاشتې له نیمايي بیا د روان کال د غبرګولي میاشت پورې ۱۶۰ تنه پخواني پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي، ۱۷۸ نور نیول شوي او ۵۶ نور یې وهل ټکول شوي دي.
له هغه مخکې د بشر د حقونو دفتر هم په یوه راپور کې ویلي دي چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د لومړیو دریېو میاشتو په لړ کې، څه باندې ۱۰۰ تنه د پخواني حکومت پوځیان ددغې ډلې له لوري وژل شوي دي.