۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست د سویډن په مالي ملاتړ د دوو ښوونځیو د کار د پاي ته رسېدو خبر ورکړی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې رییس حضرت حبیب حقاني، سه شنبې د مرغومي په دیارلسمه ویلي چې دغه دوه ښوونځي د نوموړي ولایت په کوټ او اچین ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د حقاني په وینا، دا ښوونځي د څه د پاسه ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا ورکړل شوې دي.
د ویلو ده چې په اوسني وخت کې ډېری زده کوونکي په تېره بیا د ننګرهار په لیرې پرتو ولسوالیو کې د زده کړو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي کړېږي.