۸صبح، هرات: فراه کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولان وایي، چې په هرات ولایت کې د دې ډلې د یوه رنجر موټر د چپه کېدو له امله دوه طالبان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
فراه کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدنسیم بدري دوشنبه د لړم پر نهمه نېټه رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې شوې ده.
د هغه په وینا د طالبانو لېږدونکی موټر، چې له غور ولایت څخه فراه ته روان و د ډېر سرعت له امله په شینډنډ ولسوالۍ کې چپه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم بلخ کې طالب مسوولانو اعلان وکړ، چې د یو رنجر موټر د چپه کېدو له امله د دې ډلې یو غړی او ماشوم یې وژل شوي دي.