۸صبح، نیمروز: نیمروز ولایت کې سیمهییزې سرچینې په تېرو دوو اونیو کې د سړې هوا له امله د مړینو د زیاتوالی خبر ورکوي.
سرچینې شنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په وروستیو دوو اونیو کې د توپان، بادونو، سختې سړې هوا او کنګلونو له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي.
سرچینې وايي، چې له دې منځه ۳۲ تنه پر نشهیي توکو اخته کسان وو، چې په زرنج ښار کې مړه او جسدونه یې له ښار څخه راټول شوي دي.
همدراز نیمروز کې د یخنۍ په پیل کې یوه ښځه او ماشوم هم مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو وزارت اعلان کړی، چې د مرغومي له ۲۰ راهیسې ۱۰۴ تنو د سړې هوا، سېلابونو، ګاز نیونو او اورلګېدنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي ویلي، چې په دې موده کې ۷۰ زره څاروي هم له منځه تللي او ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.