یوه ورځ وروسته له هغې چې په کریمیا کې د روسیې د تور سمندرګي بېړیو پر مرکز برید وشو، اوکراین د دغه هېواد د دوو جګپوړو پوځي چارواکو په ګډون د څو روسي پوځیانو د وژل او ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ځانګړو ځواکونو د سې شنبې ورځ (سپتمبر ۲۳مه) ادعا کړې، چې د ارزونو له مخې د جمعې ورځې په برید کې دوی ۹ سرتېري وژلي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا د سرهنګ الکساندر رومانچوک روغتیايي حالت «ډېر جدي» دی او سپهبد اولیګ تسکوف هم بې هوښه دی.
رومانچوک په زاپوریژیا سیمه کې د روسي ځواکونو د یوې ډلې قوماندان دی او تسکوف د روسیې د ناواګان ۲۰۰ ځانګړو سمندري ځواکونو قومندان دی.
سرچینې د شنبې ورځ د روسیې د فدراسیون د تور سمندرګي قوماندان ویکتور سوکولوف د مړینې راپورونه تایید نه کړي او ویلي یې دي چې د اصلي مرګ ژوبلې په اړه نورې څیړنې روانې دي.
د روسیې دفاع وزارت د جمعې په ورځ ادعا کړې چې په کریمیا کې د روسیې د تور سمندرګي د بیړیو پر مرکز د اوکراین د توغندیو په برید کې یوازې یو سرتېری وژل شوی دی.
په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه د کریمیا په ټاپو وزمه کې د سیواستوپول ښار په دې ودانۍ کې د چاودنې له امله د لوګي لوګي ښیي.
د سیواستوپول د روسیې ټاکل شوي والي میخایل رازوف ویلي چې له ودانۍ بهر څوک نه دي ژوبل شوي، خو د برید له امله یې د نورو احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دی ویلي.
د سیواستوپول ښار په تور سمندر کې د روسیې د بیړیو اصلي اډه ده.