۸صبح، کابل: د هغه مکتوب له مخې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، د لوړو زده کړو وزارت د کندوز پوهنتون علمي کادر او استادانو ته لیکلي، چې له رسنیو سره به له مرکو ډډه کوي.
دا مکتوب یکشنبه د کب پر ۸ د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کندوز پوهنتون ریاست ته استول شوی دی.
په دغه مکتوب کې د یاد شوي پوهنتون له استادانو او کارکوونکو غوښتل شوي، چې له رسنیو سره مرکه ونه کړي.
د یادونې وړ ده، چې ورته یو سپارښتنه د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو استادانو ته هم شوې ده.
له وروستیو تحولاتو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د پوهنتون استادان له رسنیو سره له مرکو راګرځول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني حکومت پر مهال په رسنیو کې استادانو د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو د شننونکو په توګه ورځني مسایل تحلیلول.
د یادونې وړ ده، چې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته، د نورو برخو تر څنګ، رسنۍ هم له ګڼو ستونزو په ځانګړې توګه د سرچینو له نشتوالي سره مخ شوې دي.