په جنیوا کې ملګرو ملتونو ویلي چې په ټوله نړۍ کې ۲۵۸ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان د ناورينونو له امله په زده کړو کې له ګډوډيو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو جمعه د سپټمبر پر ۴مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «ښوونه او روزنه انتظار نه شي کولای» (ECW) بنسټ د ناورينونو له امله د زیانمنو شویو ۱۰ میلیونو ماشومانو د زدهکړو د دوام لپاره د ۶۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
دغه کمپاین د «هیله له همدې ځایه پیلېږي» تر شعار لاندې د ناورينونو له امله د زیانمنو شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زدهکړو لپاره د ملاتړ د جلبولو په موخه پیل شوی دی.
د دغه بنسټ په وینا، د ۲۰۲۷ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ له ناورينونو له زیانمنو ۱۰ میلیونو ماشومانو سره د مرستې لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
بلخوا، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ښوونیز نظام له ګڼو ننګونو سره مخ شوی او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه محرومې شوې دي





