۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه غالۍ اوبدونکې ښځې دي، خو له بنسټيزې ونډې سربېره هم کمه ګټه ترلاسه کوي.
نوموړي سازمان چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۹مه په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې ښځې د افغانستان د غالۍ اوبدلو په صنعت کې بنسټیزه ونډه لري او دا صنعت د افغان ښځو پر هڅو ولاړ دی.
د راپور له مخې، د ښځو د اقتصادي فرصتونو د پیاوړتیا لپاره، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دې اوونۍ کې د افغان غالیو صنعت له شریکانو او ځينو سیمهییزو سوداګرو سره په ګډه یو تخنیکي ورکشاپ جوړ کړی و.
ملګرو ملتونو زیاته کړې: «دا ورکشاپ بلخ ته نږدې د ازبکستان په ایرتوم ازاد زون کې جوړ شوی و؛ هغه ولایت چې د افغانستان د غالیو ۷۰ سلنه پکې تولیدېږي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي چې د تولید په ټولو پړاوونو کې د ښځو ملاتړ، د وړیو له تولید نیولې تر اوبدلو، بشپړولو او سوداګرۍ پراختیا پورې، د غالیو صنعت دوامداره ودې ته اړین دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې د غالیو په صنعت کې د ښځو له مشرۍ او د هغوی د ګډون زیاتولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.





