۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې ښځينه مرستندویانې له شته ګواښونو او ننګونو سربېره هم خپلو ټولنو ته خدمات وړاندې کوي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۲۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې افغان ښځينه مرستندویانې د نورو سره د لاسنیوي او خدمت لپاره لوی هوډ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دا ښځې له ګواښونو سربېره هم د خپلو ټولنو ترڅنګ فعالیت کوي.
دغه بنسټ د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۲۵ کال زلزلو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې افغان بشرپالې ښځې له دغو ګواښونو سره سره د خلکو خدمت ته دوام ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بشرپالنې نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان بشرپالو او مرستندویو ښځو هڅې او سرښندنې ستایلې دي.





