۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې په نورستان کې سېلابځپلو ښځو ته روغتیايي او رواني – ټولنیز خدمات وړاندې کوي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۷مه په اېکس کې لیکلي چې سېلابځپلې ښځې په ملاتړو او روغتیايي خدماتو سره له دغو سختو شرایطو څخه د وتلو لپاره مرسته ترلاسه کوي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې دا خدمات د دغه سازمان د همکارو بنسټونو او د بریتانیا او د چین د نړیوالې پراختیايي ادارې (CIDCA) په ملاتړ وړاندې کېږي.
دا مرستې داسې مهال وړاندې کېږي چې په نورستان کې وروستیو سېلابونو کورنیو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ډېر زیان اړولی دی.
د راپورونو له مخې، په نورستان کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې د ځاني زیان ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.





