۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په ۱۴ تخصصي برخو کې یې ۵۳۱ روغتیاپالان روزلي او د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو په پراخه کچه خدمات وړاندې کړې دي.
نوموړي سازمان سهشنبه د چنګاښ پر ۳۰مه په خپاره کړي راپور کې لیکلي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د روغتیايي وړتیاوو پر لوړولو پام وړ پانګونه شوې او د روغتیاپالو روزنه، په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د ښه کولو هڅو یوه برخه ده.
د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو خلکو ته ۶۴ زره او ۱۴۶ سلامشورې ورکړې او له پنځو کالو کم عمره څه باندې درېیو زرو ماشومانو ته یې واکسین تطبیق کړی دی.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې څه د پاسه ۴۷ زره کسان د دغه سازمان له روغتیايي روزنې او عامه پوهاوي موادو برخمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې روغتیايي خدمات له ګڼو ننګونو سره مخ دي او ټولو په ځانګړې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو برابرول اړین ګڼل کېږي.





