۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو ویلي چې په بامیان کې له اقتصادي او جغرافیايي ننګونو سربېره د پراختیايي پروژو په پلې کېدو، د دغه ولایت د اوسېدونکو ژوند ښه شوی او بنسټيزو خدماتو ته یې له لاسرسي سره مرسته کړې ده.
نوموړي بنسټ دوشنبه د زمري پر ۵مه په یوه راپور کې ویلي چې بامیان د جغرافیایي موقعیت له امله د هېواد له لرې پرتو ولایتونو څخه دی او سخت ژمی او ستونزمنې لارې، بنسټيزو او اقتصادي فرصتونو ته د خلکو لاسرسی په میاشتو میاشتو محدودوي.
د راپور له مخې، له دغو ستونزو سربېره هم ملګري ملتونه او د دغه سازمان همکار بنسټونو د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د بامیان له خلکو څخه د کرنې، اوبو لګولو، معیشت، د ښځو پیاوړتیا، د کلتوري میراثونو د ساتنې او د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په برخو کې ملاتړ کوي.
دغه سازمان زیاته کړې چې دا پروګرامونه له خلکو سره مرسته کوي څو له ورځنیو ستونزو سره مبارزه وکړي، خپل عاید زیات کړي، له کلتوري میراثونو ساتنه وکړي او د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنېدو کچه راکمه کړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په بامیان کې له پام وړ پرمختګونو سربېره، دا ولایت لا هم له پراخو اړتیاوو سره مخ دی او له خلکو سره د اقتصادي ستونزو په مقابلې او د غوره راتلونکې په جوړولو کې د مرستې لپاره د نړیوال ملاتړ دوام اړین دی.





