د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوټرېش د ډېموکراسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په پرېکړو کې د خلکو پر ګډون او د سوله ییزو ټولنو په جوړولو کې د هغه پر رول ټینګار کړی دی.
گوټرېش سهشنبه د سپټمبر پر ۱۵مه، ویلي دي چې د ټولنې د بېلابېلو برخو د خلکو راټولول او د بېلابېلو نظرونو په پام کې نیول کولای شي د پرېکړو بهیر بډای او د باور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
له دې سره هممهاله، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د ډېموکراسۍ صندوق او د ملګرو ملتونو د همکاریو دفتر د ملګرو ملتونو په مقر کې یو پروګرام جوړ کړي.
په دې پروګرام کې به د باور په پیاوړتیا او د مسوولیت منونکې او اغېزناکې حکومتولۍ په رامنځته کولو کې د ګډون، خبرو اترو او ټولګډونوالي رول وڅېړل شي.
ملګري ملتونه وايي، د ناوړه او ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو، زورواکۍ او د مدني فعالیتونو د ساحې د تنګېدو په شرایطو کې د ډېموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې تر بل هر وخت ډېرې مهمې شوې دي.





