۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما)، ښارونه ته د جګړې پراخېدلو له کبله د ملکیانو د تلفاتو او بې کوره کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده. د یوناما د اعلان له مخې، په لښکرګاه کې یوازې په درېیو ورستیو ورځو کې لس ملکیان وژل شوي او ۸۵ نور بیا ټپیان دي. همدارنګه په کندهار ښار کې د پنځو تنو د وژل کېدو او ۴۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
یوناما ویلي، چې ښارونه ته د جګړې پراخېدو له کبله په زرګونه کسان بې کوره شوي او ډېر زیان ملکیانو ته اوښتی دی. دې ادارې ویلي، په ښارونو کې زیات وګړي په ډار او وېره کې ژوند کوي.
نوموړي دفتر زیاته کړې، د طالبانو ځمکني او د امنیتي ځواکونو هوایي بریدونو ډېر زیان اړولی دی.
د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وایي، د دې اندېښنه شته، چې بې موخه ډزې به روغتیايي تاسیساتو او د خلکو کورونو ته زیان واړوي.
کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ټينګار کړی، چې د جګړې دواړه لوري دې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي، له دې پرته به یې پایله ناوړه وي.
طالبانو په ورستیو کې د افغانستان پر لویو ښارونو بریدونو ته زور ورکړی دی. اوسمهال د هرات، لښکرګاه، کندهار او تخار ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.