۸صبح، خوست: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په دې وروستیو کې د خوست ولایت په لېرې پرتو سیمو کې د کورنیو لپاره څلور روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
دغه سازمان چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د کورنیو لپاره ۵۷ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، دغه مرکزونه د افغانستان د ځانګړي اماني صندوق (STFA) په بوديجه او د اسلامي پراختیايي بانک (IsDB) او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په ګډ مالي ملاتړ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې دغه مرکزونه هغو سیمو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي چې اوسېدونکي یې تر دې مخکې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړ وو پر اوږدو لارو مزل وکړي.
دغه مرکزونه د ملګرو ملتونو د ادارو په همکارۍ د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیايي خدمتونو او لومړنیو روغتیايي مراقبتوتو په وړاندې کولو کې مرسته کوي.





